
د نجونو پر زدهکړو بندیز؛ ایران: د اسلامي امارت دې پرېکړې ته خواشیني یوو
له هغه وروسته چې اسلامي امارت د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې، د افغانانو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ هېوادونو د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګونونه وښودل.
تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم ویلي چې د اسلامي امارت دې پرېکړې خواشیني کړي دي.