د ا.ا د ځواکونو له ناسم چلن څخه د خلکو شکایت

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار مشر ویلي، افغانستان کې د مسلکي پولیسو نه موجودیت لامل شوی چې له ښځو سره ناسم چلن وشي.
د دې ادارې رییس جان سوپکو ایټالیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، د اسلامي امارت غړي خپل‌سري بللي او هغوی یې له نجونو او ښځو سره پر نامسلکي چلن تورن کړي دي. بله‌خوا یوشمېر افغانان هم شکایت کوي چې پولیس ورسره پر لویو لارو او ښار کې مسلکي چلن نه کوي.

د ننګرهار دره‌نور ولسوالي کې يوه ځوان ځان‌وژنه کړې

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «دره نور» ولسوالي کې یوه ځوان هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند حاجي رییس زابلي سلا‌م‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون دوشنبه د تلې ۱۸مه د دره نور ولسوالي په «قلعه شاهي» سيمه کې رامنځته شوې ده. زابلي زیاته کړې، ياد هلک چې اتلس کاله عمر لري، د نارنجو په يو باغ کې په یوې ونې ځان راځړولى و.

درېوو ختیځو ولایتونو کې بېګانۍ زلزلې شپږ کسان مړه او ۴۱ یې ټپیان کړي

بېګاه شپه شاوخوا ۲ نیمې بجې د ختیځ زون ډېره برخه شدیدې زلزلې ولړزوله چې له کبله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

دغه زلزله چې د ريښتر په کچه ۵،۳ درجې اټکل شوې مرکز یې د ننګرهار شمال ختیځ د هندوکش غرونه ښودل شوي دي. زلزلې تر ټولو ډېر زیان په کونړ ولایت کې اړولى دی.

ننګرهار کې ۷۲ زره ماشومانو ته د شري ناروغي د واکسین لړۍ پیل شوه

د ننګرهار سره‌رود، حصارک، چپرهار او لعل‌پوره هغه ولسوالۍ دي چې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ په‌کې د «شري» ناروغي مخنیوي په موخه د واکسین کمپاین پیل شو. د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امیرمحمد افتاب د واکسین کمپاین د پرانېستې پر مهال وویل، د نورو سیمو په پرتله په دغو ولسوالیو کې د شري ناروغي پېښې زیاتې دي.

ننګرهار او لغمان کې سېلابونه؛ هوايي ځواک ٤٠٠ کسان ژغورلي

په ختیځ زون کې امنیتي مسوولان وايي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې یې په سېلابونو کې ایسار پاتي ۴۰۰ کسان د هوايي ځواکونو او چورلکو په مرسته ژغورلي دي. د څو ورځو راهیسې پرله‌پسې بارانونو او سېلابونو ختیځو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ننګرهار کې سږکال د شفتالانو حاصلات ۳۵۰۰ ټنه زیات شوي

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د شفتالانو حاصلات ډېر شوي دي. د مسوولانو په وینا، سږکال د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو کې پر ۳۰۰۰ جریبه ځمکه د شفتالانو له ابادو باغونو ۱۰۰۰۰ ټنه حاصل ترلاسه کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۵۰۰ ټنه زیاتوالی ښيي.

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو دوه‌ورځنی نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د بزګر ورځې نمانځنې سره هم‌مهاله د حکومتي ادارو او خصوصي سکتور په همکارۍ د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندراتون پرانستل شو. د کورنیو تولیداتو دغه نندراتون کې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې لسګونه تولید شوي توکي لسګونو غرفو کې نندارې او خرڅلاو ته کېښودل شوي.