
ډنمارک او سويډن په دغو هېوادونو کې د روسیې سفیران احضاروي
پر اوکراین د روسیې د برید په لړ کې ډنمارک او سوېډن د روسیې له لوري د دغو هېوادونو پر هوايي حریم د تیري په غبرګون کې د روسیې سفیران احضاروي.
پر اوکراین د روسیې د برید په لړ کې ډنمارک او سوېډن د روسیې له لوري د دغو هېوادونو پر هوايي حریم د تیري په غبرګون کې د روسیې سفیران احضاروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل کلني رپوټ کې ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان د بشري حقونو او دیموکراتیکو لاسته راوړنو څخه لرې شوی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې، افغانستان بشري بحران سره هم مخ شوی دی.
سيانان خبري شبکې رپوټ ورکړی چې د ولسمشر جوبایډن ادارې درېو سرچینو د دغه هېواد قانون جوړونکو ته ویلي، افغانستان کې د پوځي او اطلاعاتي عملیاتو ترسره کولو په موخه د پاکستان له هوايي حریم څخه د استفادې لپاره له دغه هېواد سره رسمي هوکړې ته د نږدې کېدو په حال کې دي.
طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي. د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو حقونو او قوانینو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بېپيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.
طالبانو د امریکا په تور نوملړ کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر سراجالدین حقاني او د هغه د کورنۍ د غړیو موجودیت په غبرګون کې ویلي چې دغه کار د دوحې هوکړهلیک نقض دی. په هغې خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد خپره کړې، لیکل شوي چې د امریکا دا پرېکړه د دوحې هوکړهلیک نقض دی او د هېڅ لوري په ګټه هم نه دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه چې په هېواد کې مرستندویه بنسټونو د بشري حقونو وضعیت ناسم بللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلاممحمد اسحاقزي په دې غونډه کې د طالبانو د اقداماتو په اړه ویلي چې نړۍ دا ډله څاري او باید هغه څه ونه کړي چې بشري حقونه نقضوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان په ګډون، په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د نقض خبر ورکړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې افغان حکومت د چارواکو د ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې اغېزناک او دوامداره څېړنې نه دي کړي.