د ملګرو ملتونو پرېکړه؛ غلام محمد اسحاقزی به د افغانستان استازیتوب کوي
د ملګرو ملتونو عموم غونډې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د افغانستان د اسلامي امارت هغه غوښتنه شاته غورځوي چې ملګرو ملتونو ته یې خپل نوی استازی ورپېژندلی و.
د ملګرو ملتونو عموم غونډې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د افغانستان د اسلامي امارت هغه غوښتنه شاته غورځوي چې ملګرو ملتونو ته یې خپل نوی استازی ورپېژندلی و.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق له لوري په خپور شوي رپوټ کې راغلي چې افغانستان کې ۹ میلیونه ښځې او نجونې له سخت روغتیايي بحران سره مخ دي او په هرو دوو ساعتونو کې یوه مینداوره مور د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ملګرو ملتونو پرېکړه کړې چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي څوکۍ به د طالبانو سرپرست حکومت ته ورنه کړي. دغه پرېکړه پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو د ځانګړې کمېټې له لوري نیول شوې ده. دغې څوکۍ ته د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري ټاکل شوی نوماند سهیل شاهین نن په خپل ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو پر دغې پرېکړې نیوکه کړې.
د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو موسسې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په مناسبت جوړې شوې غونډې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د افغان ښځو د حقونو د ورکړې غوښتنه وکړه.
دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغاستان کې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼه پرېکړهلیک پلي کېدل وڅاري.
د ملګرو ملتونو سازمان چارواکو ویلي، که د افغانستان د بانکي نظام لازم ملاتړ ونه شي، په راتلونکو میاشتو کې به وپاشل شي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړی چې پهکې د افغانستان د بانکي نظام د پاشل کېدو خبرداری ورکړل شوی دی. په دغه راپور کې غوښتنه شوې چې باید د افغانستان د بانکونو ملاتړ وشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز په افغانستان کې په راتلونکي ژمي کې له وخت وړاندې د انساني ناورین له پېښېدو او له امله یې د زیاتې مړینې خبرداری ورکړی دی. مېرمن لاینز چې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې هر څه ژر باید له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره د حل یوه لار پیدا شي.
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په افغانستان کې د سختې لوږې له امله خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبر لاینز وایي، د افغانستان د اقتصاد پاشلو څخه د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د افغان ولس د ښځو او نارینه وو په ګډون د حقونو ملاتړی او پراخبنسټه حکومت جوړ شي. د ویناپاڼې پر بنسټ، په دغو لیدنو کې د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین د خرابوالي او د بشري حقونو د اندېښنو په اړه خبرې شوې دي.
عبدالمجید چې ۲۳ کاله عمر لري، له سهار نه تر ماښامه کار کوي، څو د هرات ښار کثافات ټول او د اوبو کانالونه پاک کړي. هغه تر دې وړاندې په دولت کې دنده لرله، خو اوس یې له لاسه ورکړې او د ملګرو ملتونو په پروګرام کې کار کوي.
نوموړی چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی، له نړیوالو سازمانونو غواړي چې نور ورته پروګرامونه هم پیل کړي.
د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش ویلي چې په کندهار کې د شیعهګانو پر جومات مرګونی برید دې ډلې کړی دی. اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کندهار په لومړۍ حوزه کې پر «امامبارګاه فاطمیه» جومات د مرګوني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
د افغانستان اسلامي امارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نړیوال هېوادونه او سازمانونه دې له افغانستان سره خپلې مرستې د سیاسي فشار په توګه نه کاروي.
د روسیې تاس خبري اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال سرګي ورشینین له قوله راپور ورکړی چې تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې «جي ۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ویلي چې په دغه ناسته کې د ګډون لپاره باید دوی ته بلنلیک راواستول شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د ملګرو ملتونو سازمان ۷۶مې کلنۍ غونډه کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. ولسمشر بایډن ټینګار وکړ چې افغان مېرمې او نجونې باید له ټولو حقونو برخمنې وي او اجازه ولري چې سیاسي، ټولنیزو او نور برخو کې خپله بشپړه وړتیا وښیي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، طالبانو ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره سهیل شاهین دغه سازمان ته د خپل دایمي استازي په توګه ورپېژندلی او په ملګرو ملتونو کې یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د وینا کولو غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د مخکیني حکومت دایمي استازی غلاممحمد اسحاقزی و.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، نږدې ۱۵۳ رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او ښځينه خبریالانې هم په رسنیو کې له کار کولو محرومې شي. دغه فدراسیون د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانیو استازیو محمود صیقل او دوکتور روان فرهادي، په ترکیې، اسپانیې او هند کې مخکینی افغان سفیر مسعود خلیلي، او په اروپايي ټولنه کې مخکیني استازي همایون تندر د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوترش ته یو لیک لیکلی او پکې یې له امنیت شورا غوښتي چې افغانستان کې د پاکستان تیري ته رسېدنه وکړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون