بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په «اغوار» کې د نویو ښارګوټو جوړول وغندل
د ا.ا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په اغوار سیمه کې د اسراییلو له لوري د نویو ښارګوټو جوړولو غندلي دي.
د ا.ا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په اغوار سیمه کې د اسراییلو له لوري د نویو ښارګوټو جوړولو غندلي دي.
د امریکا مالیې وزارت د یوه نوملړ په خپرولو سره ویلي چې دغه هېواد د بشري حقونو د نقض له کبله د افغانستان، چین، ایران او هایتي پر ۲۰ سیاسي او پوځي چارواکو بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د نویو بندیزونو په نوملړ کې د ا.ا د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست خالد حنفي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رییس فریدالدین محمود نومونه هم شامل دي.
بلخ کې د خبریالانو پر غونډې شوې چاودنې ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ د افغان خبریالانو د لا ملاتړ غوښتنه وکړه. د یادونې وړ ده چې د تبیان فرهنګي مرکز کې تېره ورځ داسې مهال چاودنه وشوه چې یاد مرکز کې د خبریالانو د ملي ورځې نمانځنې لپاره تیاری نیول شوی و.
د مونیخ امنیتي غونډه چې د څلوېښتو هېوادونو ولسمشرانو او د بهرنیو چارو ۹۰ وزیرانو پهکې ګډون کړی، د افغانستان سیاسي وضعیت او د ښځو حقونه یې د بحث مهم موضوعات بلل کېږي. د دې غونډې د ګډونوالو له ډلې د ۱۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان نجونو او ښځو د اسلامي امارت لګېدلي محدودیتونه غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د «قران کریم» د یوې نسخې سوځول په کلکو ټکو غندلی او دغه کار یې یو پاروونکی عمل بللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټويټ کې د کابل وزیر محمداکبرخان جومات مخې ته چاودنه غندلې او هغه یې ترهګریز برید بللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټویټ کې د روسیې سفارت سره شوې چاودنه غندلې ده.
یوناما په دغه برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې او ټپیانو ته یې هم د بیړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
نن غرمه نږدې دولس بجې د کابل اوومې ناحیې اړوند د روسیې سفارت مخې ته چاودنه وشوه چې د کابل امنیې قومانداني په وینا، یو کس پهکې وژل شوی او لس نور ټپیان دي.
د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي، د اسلامي امارت له لوري د طلوع نیوز د درېوو کارکوونکو نیونه ناقانونه عمل دی. د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې نن د خبریال ملي ورځ ده، خو بهرام امان په زندان کې دی او خبریال باید خپله ورځ په زندان کې ونه نمانځي.
د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش ویلي چې په کندهار کې د شیعهګانو پر جومات مرګونی برید دې ډلې کړی دی. اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کندهار په لومړۍ حوزه کې پر «امامبارګاه فاطمیه» جومات د مرګوني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
لغمان کې لسګونو دیني عالمانو نن د سولې او نظام په ملاتړ جوړې شوې غونډې پر مهال په هېواد کې وروستی امنیتي حالت د اندېښنې وړ وباله او د وسلهوالو طالبانو له لوري پیل شوې جګړه یې افغان وژنه یاده کړه. دغو دیني عالمانو له روان وضعيت څخه د خلاصون لپاره خلک د دولت ننګې ته راوبلل.
ننګرهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو نن په یوه خبري ناسته کې د کابل په دشت برچي کې د تېر ماښام پېښه او په هېواد کې وروستۍ ناامنۍ وغندلې. دغو زدهکوونکو چې عمرونه یې د اوو او پنځلسو کلونو ترمنځ وو وویل، وروستي امنیتي حالت خواشیني کړي او پر ژوند او زدهکړو یې منفي سیوری غوړولی دی.
لسګونو شاعرانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې جوړې شوې مشاعرې پر مهال په یوه غږ د سولې غوښتنه وکړه.
دا مشاعره چې د سمون ټولنې له لوري جوړه شوې وه، د شاعرانو تر څنګ، یوشمېر لیکوالانو، د ادب مینهوالو او ګڼشمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.
د کندوز یوشمېر ځوانانو چې د «تيراژ» په نوم یې یوه فرهنګي ډله جوړه کړې، په هېواد کې د روانې جګړې د غندلو او د سولې ملاتړ په موخه پر دېوالونو د انځورګرۍ کمپاین پیل کړی دی.
دوی په دغه کمپاین کې پر دېوالونو انځورونه کاږي او د بېلابېلو شعارونو په لیکلو سره غواړي چې په سوله او جګړه کې د انځورګرۍ رول ته د ټولنې پام ور واړوي.
افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو په يوه ټوېټ کې کابل ښار کې پر ښوونيز مرکز ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې دي چې د بېګناه ځوانانو وژل هېڅ وخت د منلو نه دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون