
سمنګان؛ ۲۰ کسان چې د ډبرو سکرو کان کې بند پاتې وو، ژغورل شوي
د سمنګان د امنیې قومانداني ویاند حشمتالله رحماني سلاموطندار ته ویلي، څو شېبې مخکې یې هغه ۲۰ کانکیندونکي چې د ډبرو سکرو د یوه کان را غورځېدو له کبله بند پاتې وو، ژغورلي دي.
د سمنګان د امنیې قومانداني ویاند حشمتالله رحماني سلاموطندار ته ویلي، څو شېبې مخکې یې هغه ۲۰ کانکیندونکي چې د ډبرو سکرو د یوه کان را غورځېدو له کبله بند پاتې وو، ژغورلي دي.
په سمنګان کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د ایبک ښار د «خوستیانو» سیمه کې ځمکه ناسته ده.
د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون (د وري شلمه، د دوشنبې ورځ) یوناڅاپه شوې ده.
سرچینې د ځمکې کېناستو غوچوالی پنځوس متره ښيي او زیاتوي چې په څو ځایونو کې ځمکه ښکته تللې ده.
یوه افغان پانګهوال د سمنګان په فېروزنخچیر ولسوالي کې د ۴۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د «الصفا» په نوم یو روغتیايي مرکز جوړ کړی دی.
د سمنګان محلي مسوولان وايي چې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سمنګان-بغلان او سمنګان-بلخ لویې لارو د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې. د سمنګان د ټولګټو چارو رییس، رییس اغا وايي چې د یادې پروژې ټول لګښت د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کېږي.
سمنګان کې یوشمېر زرګران وايي چې دغه ولایت کې د «سروزرو» پېر او پلور د پام وړ کمرنګه شوی چې له کبله ځینو زرګرانو خپل پلارنی کسب پرېښی دی.
د میدانوردګ او سمنګان ولایت اړوند سیمو کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال پنځه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
لومړۍ پېښه چې پرون ماښام د «زمري اوومه» د میدانوردګ په سیداباد ولسوالي کې رامنځته شوې له کبله یې دوه کسان مړه شوي دي.
د سمنګان د کوز درهصوف ولسوال شمسالله شمشاد وايي چې د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه، د دوشنبې ورځ، سهار شاوخوا نهه بجې په دې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سمنګان کې یوشمېر بڼوال وايي چې تېر ژمي کې د سړې هوا له امله یې د بادام حاصلات ۹۰سلنه کم شوي دي.
۴۵کلن کمالالدین چې له کلونو راهیسې سمنګان کې پر بڼوالۍ بوخت دی او له همدې لارې د خپلې ۱۰کسیزې کورنۍ نفقه برابروي، وايي چې پر خپلې لس جریبه ځمکه یې بېلابېل ډوله بادام کرلي دي.
د سمنګان د ولایتي روغتون مسوولان وایي، په دغه ولایت کې پر نسناستې ناروغي سلګونه کسان اخته شوي دي.
د سمنګان د ولايتي روغتون رييس سيدعثمان حميدي وايي، په تېرو دوو اوونيو کې دغه روغتون ته پر نسناستې ناروغي ١٥٠٩ اخته کسان ورغلي چې یوشمېر یې له درملنې وروسته بېرته کورونو ته تللي دي.
د سمنګان د لرې پرتو کلیو یوشمېر کروندګر په خپلو کلیو کې د ملخانو له زیاتوالي څخه شکایت کوي او وايي، ملخانو یې کروندې ویجاړې کړي او ډېر مالي زیانونه یې وراړولي دي.
په سمنګان کې محلي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو د دغه ولایت په درهصوف بالا کې یو ډاکټر وژلی دی. دغه ډاکټر نجمالدین سهرابي نومېده او د کب په پنځمه، د جمعې شپه وژل شوی دی.
په سمنګان کې پر مدرسې برید چې له کبله یې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله واوښته، کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. دا چاودنه پرون ماسپښین د ایبک ښار په جهادیه مدرسه کې د جماعت پر مهال وشوه. د سمنګان د روغتون رییس سیدمحمدعثمان حمیدي سلاموطندار ته ویلي چې چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
د سمنګان د امنیې قومانداني د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان د دغه ولایت د کوز درهصوف ولسوالي په اړوند سیمه کې د یوه باروړونکي موټر د چلوونکي د وژل کېدو خبر ورکوي.
د سمنګان د لوړو زدهکړو موسسې مسوولان وايي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۳۵زره ډالرو په ارزښت دغه موسسه کې د هلکانو لپاره د فوټبال او د نجونو لپاره د ټېنس لوبغالي جوړ کړي دي.
سمنګان کې ځايي سرچینې سلاموطندار ته وايي، پرون ماښام د دغه ولایت د درهصوف پایان ولسوالي «کوتل رېګ» سیمه کې ۵ ملکيان چې کاریګر وو، د ناپېژنده وسلهوالو لهخوا وژل شوي دي. سرچینې وویل، د پېښې لامل تراوسه نه دی معلووم، خو وژل شوي کسان له هزاره قوم څخه دي. که څه هم تراوسه معلومه نهده چې دغه کسان د چا لهخوا وژل شوي، خو د وحدت ګوند مشر محمد محقق داعش ډلې ته اشاره کړې.
د سمنګان امنیه قومندان مولوي حبیبالله حماس په دغه ولایت کې د «نامشروع کړنو» په تور د درېوو ښځو او یوه سړي د نیولو خبر ورکوي. حماس ویلي، یاد کسان یې پنجشنبه شپه د یاد ولایت مرکز د ایبک ښار په زړه سیمه کې هغه مهال ونیول چې په یوه کور کې پر نڅا او د شرابو په څښلو بوخت وو.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون