
فاریاب کې چاودنه؛ درې کسان وژل شوي او درې ټپیان دي
فاریاب کې یوې ولسي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت خواجه سبزپوش ولسوالي کې د ماین چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
فاریاب کې یوې ولسي سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت خواجه سبزپوش ولسوالي کې د ماین چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال درې کسان مړه او یوولس نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، ټرافیکي پېښې د یاد ولایت په میرامور ولسوالي او نیلي ښار کې رامنځته شوي چې مړو شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.
د جوزجان او بلخ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د فیضاباد ولسوالي د امنیې قومندان کفایتالله متوکل وايي چې پېښه پرون ماښام د سلواغې ۱۹مه د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د یوې سراچه ډوله او هینو موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.
د پاکستان د خېبرپښتونخوا په چارسده سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسلهوال برید له امله دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
فاریاب کې سرچینې سلاموطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال دوه زدهکوونکي مړه شوي دي. پېښه د فاریاب د اندخوی ولسوالي اړوند «دولت دروازه» سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینه همداراز زیاتوي چې دغه ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له کبله د فاریاب جوزجان پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې هغه درې کسان نیول شوي چې نورو ته به یې واده شوې مېرمنې په نکاح کولې.
د لغمان د والي ویاند سلامت خان بلال وايي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي چې پېښه نن سهار اته بجې د دې ولایت په دولتشاه ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې موټر کې سپاره کسان يوه ځايي روغتیايي کلینیک ته پر لاره وو.
د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
چاودنه نن چهارشنبه د وږي ۳۰مه د برښنا عمومي ریاست ته څېرمه په یوه هوټل کې رامنځته شوې وه.
د لغمان محلي مسوولان وايي چې نن سهار د کابل-جلالاباد پر لویه لاره د دغه ولایت اړوند سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل کس ټپي شوی دی.
بدخشان کې ولسي سرچینې وايي، پرون د دغه ولایت د مایمي ولسوالي «غز دره» کې د یوه موټر چپهکېدو پرمهال د اغاخان بنسټ درې کارکوونکي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وايي چې پېښه د اغاخان بنسټ اړوند یو لنګکروزر موټر د چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده. د بدخشان محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بدخشان کې ولسي سرچینې وايي چې پېښه نن له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې د یاد ولایت په مرکز فیضاباد کې هوايي ډګر ته څېرمه د دوو رونېکس موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د فاریاب محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.
د مسوولانو په وینا، یاده ټرافیکي پېښه نن سهار ۹بجې د فاریاب مرکز میمنې ښار او المار ولسوالي پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
په میدانوردګ کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د بېګاه شپې اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال درې کسان مړه شوي دي. د مېدانوردګ د پېښو پروړاندې د چمتووالي رییس فیضالله جلالي سلاموطندار ته ویلي، بېګاه په سیداباد، چک او جلریز ولسوالیو کې د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي دي. جلالي زیاته کړې چې د جلرېز «دره بوغه» سیمه کې د راوتلو سېلابونو له امله یوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي.
د لوګر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بېلابېلو وسلهوالو بریدونو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي، ناپېژنده وسلهوالو د مرکز پلعلم ښار په «التمور» او حصارک سیمو کې په جلا جلا پېښو کې یو کس او یو موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي.
د پکتیا د ځاځياریوب ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي چې بېګاه په دغه ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د روزګان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګېزاب او مرکز ترینکوټ کې د شویو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور لادرکه دي. بلخوا د ترینکوټ ښار اوسېدونکي وايي، په تالاني سیمه کې هم د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته زیانونه اړولي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون