افغانستان کې په خپل سر د انټي‌بیوټیکو کارېدل؛ د روغتیا سازمان: ناوړه پایلې لري

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان برخې د مېکروبونو ضد او انټي‌بیوټیک درملو د کارونې په اړه د پوهاوي ورکولو اوونۍ په مناسبت پر ټویټر لیکلي: «د انټي‌بیوټیک ډېر کارول د انسانانو په بدن کې د مقاومت جوړولو لامل کېږي او افغانستان کې په بې‌مخینې توګه د انټي‌بیوټیکو کارول د انسانانو روغتیا ته ګواښ پېښوي.»

پر ټول‌شموله حکومت د نړیوالې ټولنې ټینګار؛ شنونکي: خلک باید خپل برخلیک خپله وټاکي

نړیوالې ټولنې تل د ګڼو غونډو پر مهال افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، خو لا یې هم څرنګوالی نه‌دی روښانه کړی. شنونکي هم نیوکه کوي چې نړیواله ټولنه خپل شرط نه روښانوي او نه یې هم د افغانستان د تلپاتې ثبات لپاره له زړه کار کړی دی.

هلمند کې د مالوچو یوې کارخونې په ۷۲ میلیونه افغانیو پانګونې فعالیت پیل کړ

د هلمند مرکز لښکرګاه کې دغه کارخونه چې نن یې د شاوخوا ۷۲ میلیونه افغانیو په پانګونې فعالیت پیل کړ، په ۲۴ ساعتونو کې د څه باندې ۶۰ ټنه د مالوچو دانو د پراسېس وړتیا لري. د دې خصوصي کارخونې مسوول غلام‌محمد وايي، سلو کسانو ته یې د کار اسانتیا برابره کړې او مارکیټ ته به ځانګړي مالوچ، صابون، غوړي او کونجاړه وړاندې کړي.

د ورستو اوړو د وېش په اړه شکایتونه؛ د خوړو نړیوال پروګرام: بېرته یې راټولوو

هېوادوال له څه مودې راهیسې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د وراسته شویو اوړو د وېش په اړه شکایتونه کوي. خو په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې دایکندي کې د ورستو اوړو د وېش په اړه له شکایتونو وروسته یې ځینې اقدامات په پام کې نیولي دي.

د ا.ا د ځواکونو له ناسم چلن څخه د خلکو شکایت

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار مشر ویلي، افغانستان کې د مسلکي پولیسو نه موجودیت لامل شوی چې له ښځو سره ناسم چلن وشي.
د دې ادارې رییس جان سوپکو ایټالیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال، د اسلامي امارت غړي خپل‌سري بللي او هغوی یې له نجونو او ښځو سره پر نامسلکي چلن تورن کړي دي. بله‌خوا یوشمېر افغانان هم شکایت کوي چې پولیس ورسره پر لویو لارو او ښار کې مسلکي چلن نه کوي.

حکومت د کابل په لوېدیځ کې خلک د امنیتي کمرو لګولو ته اړ کړي

د کابل په لوېدیځ د دشت‌برچي سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې سرپرست حکومت دوی د خپلو کورونو د دروازو پر سر د امنیتي کمرو لګولو ته اړ کړي دي.

د دشت‌برچي اوسېدونکی عبدالهادي امیني سلام‌وطندار ته وايي چې حکومت د یادې سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي اړ کړي، څو د خپلو کورونو دروازو او ودانیو پر سر امنیتي کمرې فعالې کړي.

هېواد کې د هدفي وژنو د زیاتوالي په اړه د خلکو اندېښنې

که څه هم د ا.ا سرپرست حکومت هېواد کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي، خو په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي. د یادو هدفي وژنو د پېښو زیاتېدو په لړ کې پرون چهارشنبه د لړم څلورمه د دوو جلا پېښو پرمهال د ناپېژنده کسانو له لوري ننګرهار او بلخ کې یو سوداګر او زوی یې او یو ډاکټر وژل شوي دي.

پنجشېر کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه د خلکو شکایت

د پنجشېر یوشمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه شکایت کوي.
د درې ولسوالي اوسېدونکی محمدکریم-مستعار نوم- وايي: «زما د کورنۍ غړی له خپل کارځای او هټۍ نه بیول شوی، وژل شوی او ناڅرګند ځای کې اچول شوی. ۲۰ کاله کېدل چې هټۍ‌وال و او له هېڅ لوري سره یې هېڅ ډول اړیکه نه لرله.»

له حکومتونو ناهیلي؛ روزګانیانو د روزګان‌-‌کندهار لویې لارې رغولو ته مټې رابډوهلې

د کندهار او روزګان اوسېدونکو له کلونو راهیسې د روزګان‌-کندهار لویې لارې چې ۱۷۳ کیلومټره ده، د رغولو لپاره له حکومتونو غوښتي چې یاده لاره ورته ورغوي، خو چا یې غږ نه‌دی اورېدلی.
تازه روزګانیانو د یوه سوداګر بورجان ذهين په مشري را ټول شوي، پیسې یې را غونډې کړي او هڅه کوي تر ژمي مخکې یاده لاره د موټرو تګ‌راتګ ته چمتو کړي.

هېواد کې د افغاني بانک‌نوټونو زړښت؛ ښاریان: نوې دې چاپ شي

یو‌شمېر هېواد‌وال د افغاني بانک‌نوټونو د زړښت او کمښت له امله شکایت کوي او وايي چې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې افغاني بانک‌نوټونه ډېر زاړه شوي او د اسلامي امارت سرپرست حکومت باید نوې افغانۍ چاپ او بازار ته وړاندې کړي.