د متقاعدینو وضعیت؛ «لس افغانۍ ته حیران یوو»

یوشمېر متقاعدین د خپل تقاعد پر نه ورکړې نیوکه کوي او وايي چې د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري.

حبيب‌الله چې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تقاعد شوی وايي، په دې سوړ ژمي کې هېڅ نه‌لري او په وینا یې، چا یې غږ نه‌ی اورېدلی. خو یوشمېر نور متقاعدین له اړوندو ادارو غواړي، هر څومره ژر چې کېږي، د دوی د تقاعد حقوق دې ورکړي.

کابل کې د متقاعدو اعتراض؛ «اسلامي امارت مو د تقاعد حقوق نه راکوي»

یوشمېر متقاعدان چې کابل کې د مالیې وزارت د متقاعدو د معاشونو ورکړې ریاست مخې ته راټول شوي وو، شکایت کاوه چې اسلامي امارت یې له تېرو دوو کلونو راهیسې د تقاعد حقوق نه‌دي ورکړي چې له کبله یې بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوی په وینا، لسګونه کاله یې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال په ملکي او نظامي برخو کې خدمت کړی، خو اوس پر کور کېنول شوي او اسلامي امارت یې هم د تقاعد حقوق نه ورکوي.

دولتي ادارو کې د متقاعدینو او معلولانو ګومارنه له غبرګونونو سره مخ شوې

د ا.ا حکومت په تازه‌ګۍ سره پرېکړه کړې هغه معلولان او متقاعدین چې د کار کولو وړتیا ولري، په حکومتي ادارو  کې به یې پر دندو وګوماري.

خو دغه پرېکړه د معلولانو او متقاعدینو له دوه‌ګوني غبرګون سره مخ شوې ده. یو‌شمېر متقاعدین له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې ډېری متقاعدین د کار کولو وړتیا لري او په خپلو دندو کې مسلکي دي.

سوړ ژمی او تش لاسونه؛ متقاعدین: د ځان د درملنې وس نه‌لرو

عبدالله جمیل چې حکومت کې له کلونو خدمت کولو وروسته څلور کاله مخکې تقاعد شوی، وايي چې له مغزي سکتې وروسته یې د سترګو دید له لاسه ورکړی او اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل، هره ورځ په دې هیله تېروي چې خپل حقوق به ترلاسه کړي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوي پوره کړي، خو دا هیله یې تراوسه نه ده پوره شوې.

یو‌شمېر پوځي متقاعدین د خپلو حقوقو د نه ورکړې په اړه شکایت کوي

یو‌شمېر پوځي متقاعدین وايي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي او له اسلامي مارت څخه د خپلو حقوقو د ورکړې غوښتنه کوي. دوی زیاتوي چې تراوسه حکومت د دوی حقوق نه دي ورکړي او که چېرته یې حکومت تقاعد ورنه کړي، نه شي کولای خپل عادي ژوند مخته یوسي.