بادغیس کې د اسلامي امارت یو غړی خپلې مېرمنې وژلی
د بادغیس امنیتي مسوولان او محلي سرچینې وايي چې دا پېښه څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په آبکمری ولسوالي کې شوې ده.
په آبکمري ولسوالي کې سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې وژل شوی کس د اسلامي امارت غړی و او غوښتل یې دویم واده وکړي، خو مېرمنې یې له واده مخکې وژلی دی.