بدخشان کې سړې هوا اووه ماشومان مړه کړي
د بدخشان محلي مسوولان او اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې په بېسارې توګه د هوا سړېدو او د امکاناتو نه موجودیت له کبله شپږ ماشومان مړه شوي دي.
د بدخشان محلي مسوولان او اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې په بېسارې توګه د هوا سړېدو او د امکاناتو نه موجودیت له کبله شپږ ماشومان مړه شوي دي.
د بدخشان د لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د روغتیايي مرکزونو نهشتون او د درملو کمښت څخه شکایت کوي.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې روغتیايي مرکزونو او درملو ته نهلاسرسي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې نن سهار د بدخشان د امنیې قومندان ودانۍ ته څېرمه په یوه موټر کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوې چې مرګژوبله یې اړولې ده.
عبدالنافع ټکور ویلي چې په چاودنه کې د بدخشان د امنیه قومندان عبدالحق ابو عمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
زرغونه حیدري چې بدخشان کې د لسم ټولګي زدهکوونکې ده او له څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د غالیو اوبدونکو ټولنې له لوري د غالیو اوبدلو په کارخونه کې غالۍ اوبي، وايي چې د زدهکړو له کبله د ورپېښ خپګان نه د ځان ژغورلو په موخه یې دغه کار ته مخه کړې ده.
د بدخشان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مایمي ولسوالي کې د سختو اورښتونو له کبله د یوه کور چت لوېدلی چې پر مهال یې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ویلي، پېښه د مایمي ولسوالي اړوند «زنیف» کلي کې رامنځته شوې او مړو شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د بدخشان د واخان ولسوالي د پامیرونو سیمو اوسېدونکو ته یې د تابیعت پېژندپاڼې وېشلې دي.
بدخشان کې د اسلامي امارت محلي مسوولان وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۳۸ مخالفان وژلي او ۷۸ نور یې ژوندي نیولي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ویلي چې په وژل شویو کې د یادو مخالفانو دوه قومندانان «بحرالدین او عبدالحمید» هم شامل دي.
بدخشان کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کوهستان ولسوالي کې یوه کس خپله مخکینۍ مېرمن او خواښې وژلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې پېښه بېګاه شپه ۱۰ بجې د کوهستان ولسوالي په «وخنده» کلي کې رامنځته شوې ده.
بدخشان کې ولسي سرچینې وايي، پرون د دغه ولایت د مایمي ولسوالي «غز دره» کې د یوه موټر چپهکېدو پرمهال د اغاخان بنسټ درې کارکوونکي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وايي چې پېښه د اغاخان بنسټ اړوند یو لنګکروزر موټر د چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده. د بدخشان محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هېواد کې د سیاسي تحولاتو راپدېخوا ګڼشمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دا مهال له اقتصادي او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یادو اقتصادي ستونزو له کبله ځینې کورنۍ اړ شوي چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره خپل ماشومان د زدهکړو پر ځای کار ځایونو ته ولېږدوي، څو د کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کړي.
د بدخشان محلي مسوولان وایي چې د اغاخان سیمهییز بنسټ له خوا د اروپايي کمېسیون په ۱۰۵ زره امریکايي ډالرو مالي مرسته د دغه ولایت مرکز فیضاباد ښار کې د برهانالدین رباني په روغتون کې د اکسیجن تولید دستګاه اخیستل شوې چې په في ساعت کې د ۱۶زره او۱۰۰ لیټره اکسېجن د تولید ظرفیت لري.
په بدخشان کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې په دغه ولایت کې د غره ښویېدنې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه پېښه پرون د یاد ولایت د یاوان ولسوالي په «شولر پایان» کلي کې رامنځته شوې ده.
د بدخشان دولتي پوهنتون یوشمېر زدهکړیالانو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د دوی د وهلو او ډبولو په غبرګون کې اعتراض کړی دی. دوی همداراز وویل چې دوه زدهکړیالان د سختو وهلو له امله ټپیان او د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په بدخشان کې دوو خبریالانو ناظم قاسمي او باعث حکیمي په خپل شخصي لګښت د یاد ولایت په مرکز فیضاباد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې ده. دغو دوو خبریالانو د یادې کارخونې مسوولیت ښځو ته سپارلی چې له کومې ستونزې پرته خپل کارونه وکړي.
د بدخشان ځايي چارواکي وايي، هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته یې تېره ورځ د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د یوه پروګرام په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره نیسا مبارز د بدخشان د ښځو استازې په توګه غوره او معرفي کړه.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي چې ښځې کولی شي د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې ټولو برخو، ان نظامي او امنیتي برخه کې هم دنده ترسره کړي.
د بدخشان محلي مسوولان سلاموطندار ته وايي، د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د شري ناروغۍ د خپرېدو له امله ۷۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له دوو میاشتو راپدېخوا بدخشان کې د شري ناروغۍ زیاته شوې او په لسو ولسوالیو کې د خپرېدو په حال کې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون