د اتمر او اوغلو ټیلیفوني خبرې؛ د استانبول غونډه به اوربند او سیاسي حل‌ ته لاره هواره کړي

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه به په افغانستان کې اوربند او یوې سیاسي حل‌لارې ته لاره هواره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اتمر په دغو ټیلیفوني خبرو کې د افغان سولې په اړه د دې مهمې غونډې د کوربه‌توب له کبله د ترکیې ستاینه کړې او هغه یې یوه مهمه ناسته بللې ده.

د بشري حقونو کمیسیون د سولې خبرو مېز ته د مرکچي پلايو د رییسانو د راستنیدو غوښتنه کړې

د بشري حقونو خپلواک کميسيون د سولې خبرو د مذاکراتي ټيم د دواړو لوريو له رييسانو غوښتي چې د خبرو مېز ته کېني او هر څه ژر خبرې پيل کړي.

ياد کميسيون نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي: «کميسيون د دواړو لوريو مشرانو ته د خپل ليک په بيا خپرولو سره د خبرو مېز ته د هغوى د را ګرځېدو غوښتونکى دى او د جګړې د ناموجه انساني، مادي او معنوي لګښتونو د راکمولو لپاره، د ژر تر ژره اوربند پر…

له ملګرو ملتونو د افغانستان غوښتنه؛ طالبان اوربند ته اړ کړئ

د بهرنیو چارو وزارت له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو دوام په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هرکلی کړی او له دغه سازمان او خپلو نورو نړیوالو متحدانو یې غوښتي چې دا ډله اوربند ته اړ باسي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو او د افغانستان له نورو نړیوالو شریکانو غوښتي چې پر طالب ډلې فشار راوړي، څو له هدفي وژنو او ترهګرو ډلو سره له اړیکو لاس واخلي.

افغانستان؛ په ۲۰۲۰ کې ۲ زره او ۹۵۸ ملکیان وژل شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ټول‌ټال ۸ زره او ۵۰۰ ملکیانو ته په ټول هېواد کې مرګ‌ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲ زره او ۹۵۸ هغه وژل شوي او پنځه زره او ۵۴۲ نور ټپیان شوي دي.

پر اوربند د ولسمشر او عبدالله ټینګار

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په ارګ کې کتلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، لیکل شوي چې په یاده ناسته کې د ولسمشر مرستیالانو او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګډون درلود، د سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او سیمه‌ييزو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

ولسمشر د قطر له امیر سره پر سولې او اوربند غږېدلی

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی سره پر سولې او اوربند ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د قطر امیر له ولسمشر سره ژمنه کړې چې حکومت به یې د اوربند لپاره د لارې هوارولو په برخه کې هڅه وکړي.

خلیلزاد: ترورونه او وژنې د سولې پروسه ګواښي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، هدفي وژنې او ترورونه د سولې پروسه ګواښي او باید ودرول شي. نوموړي تازه پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې افغانان سوله غواړي. د نوموړي په وینا، اوربند او سیاسي هوکړه بیړنۍ هوکړې ته اړتیا لري.