![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2025/01/Child-drinking-water123-r06czpfjzvh4dyqs89jd03q860a785lef6zogkjb7s-300x195.jpg)
یونیسف: د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف استازی تاجالدین ایو وال وايي، د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.
نوموړي پرون د مرغومي ۲۸مه، د جمعې ورځ پر اېکس لیکلي، په روان زېږدیز کال کې باید د افغانانو، په تېره د افغان ماشومانو د ملاتړ په موخه د اوبو ناورین پر وړاندې مبارزه چټکه شي.