غني: له تيري کوونکو سره مبارزه ملي وجیبه ده؛ طالبان: جګړه د حکومت عمر لنډوي

ولسمشر غني چې نن د ملي شورا یوې فوق العاده غونډې ته وینا کوله وویل، افغانستان باندې تېری شوی او په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې او د تېرې کوونکو پر وړاندې درېدل د ټولو ملي وجیبه ده. ذبیح‌الله مجاهد بیا ویلي، افغانان ملي خاینان څاري او د عدالت مېز ته به یې راولي او د ناسمو تورونو لګول به د ولسمشر غني د حکومت عمر را لنډ کړي.

ښوونځي او پوهنتونونه د امنیتي ځواکونو او طالبانو پر سنګرونو بدل شوي

سره له دې چې اوس په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله تړل شوي ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي، خو په یوشمېر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه لامل شوې چې ښوونیز مرکزونه تړلي او زده‌کوونکي یې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

ولسي جرګه: صالح له سند پرته د چا د ګواښلو حق نه لري

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو‌شمېر وکیلانو د ولسمشر د نوموړي مرستیال امرالله صالح له لوري په دغه جرګه کې د بادغیس د خلکو د استازي امیرشاه نایب‌زاده په مرګ ګواښل ناقانونه کړنه وبلله. وکیلانو له صالح غوښتنه وکړه که د خپلې ادعا په اړه اسناد لري، عدلي ارګانونو ته دې وسپاري، څو هغوی په دې اړه پرېکړه و کړي.

د بدخشان له پنځو ولسوالیو شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري تاجکستان ته اوښتي

یوې باوري امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د بدخشان د شهر بزرګ، یاوان، شکاشم، بهارک او خواهان ولسوالیو ټول پوله‌ساتو ځواکونو تاجکستان ته شاتګ کړی دی. سرچینه وايي، ټاکل شوې یاد ځواکونه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې او له هغه ځایه کابل ته را ولېږدول شي.

د امریکا د مرستو دوام له امنیتي ځواکونو د سیاسي اجماع ملاتړ پورې تړلی

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره امریکا ته د خپل سفر په تړاو جزییات شریک کړل. عبدالله وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي حضور په پای ته رسېدو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو نوی فصل پرانیستل کېږي.

کندوز کې د جګړې دوام، په یوه اوونۍ کې ۲۱ملکیان وژل شوي او ۲۲۵ ټپیان دي

د کندوز د روغتیا ریاست مسوولان وایي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د جګړو له امله په دغه ولایت کې ۲۵۰ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  د کندوز د روغتیا رییس احسان‌الله فضلي سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولایت حوزوي روغتون ته ۲۱مړي او ۲۲۵تپیان ور وړل شوي دي.

پنټاګون: د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو ښایي د ځواکونو وتل ورو شي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي، د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د څو ولسوالیو د مرکزونو له نیولو سره هم‌مهاله پنټاګون د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په حال کې دی او وضعیت ته په کتو به د ځواکونو د وتلو د ورو کېدو پرېکړه وکړي.

په پروان کې د طالبانو پر وړاندې د ولسونو د درېدو هڅې

د پروان ولایت په غوربند دره کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو له پراخو بریدونو وروسته، د دغې سیمې لسګونو اوسېدونکو وسله‌ پورته کړې او د امنیتي ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د لومړۍ کرښې پر لور روان شوي دي.

شنونکي: د امنیتي ځواکونو شاتګ د سرتېرو د کمزورۍ او د دښمن د پیاوړتیا لامل کېږي

په داسې حال کې چې هره ورځ د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو د شاتګ او وسله‌والو ته د تجهیزاتو او مهماتو د ور پرېښودو خبرونه خپرېږي، یوشمېر شنونکي وايي، که څه هم افغان ځواکونه تر خپلو وروستیو امکاناتو پورې جګړه کوي او په پای کې له ناچارۍ تسلیمېږي.

طالبانو سرپل کې۱۲ امنیتي سرتیري وژلي

د سرپل د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین کې ۱۲امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه پېښه پرون مازدیګر هغه مهال رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونه د تاکتیکي شاه تګ په حال کې وو.

د سرپل سانچارک او ګوسفندي ولسوالۍ د سقوط په درشل کې

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه ولایت په سانچارک او  ګوسفندي ولسوالیو کې ۵۰۰امنیتي ځواکونه د طالبانو په کلابندۍ کې دي. د نوموړي په وینا، طالبان د سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالۍ چې د سانچارک ولسوالي «فرشقان» کلي له روغتون سره نيږدې پرتې ولسوالۍ دي، راټول شوي او وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په یوه شپه او ورځ کې طالبانو ۵ ولسوالۍ نیولي

د طالبانو له لوري په هېواد کې د ولسوالیو د نیولو بهیر دوام لري او دې ډلې په وروستۍ یوه میاشت کې لسګونه ولسوالۍ نیولي دي. دغې ډلې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالي، د تخار ولایت اشکمش او چاه آب ولسوالۍ، د بدخشان ارغنجخواه د غور ولایت تولک  او د کندوز خان اباد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

 د غور تولک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

له څو اوونیو کلابندۍ وروسته وسله‌والو طالبانو د غور ولایت تولک ولسوالي ودانۍ نیولې او په دغه ولسوالي کې یې له کلابندو سرتېرو سره نښته روانه ده. په غور کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د دغې ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي او په وینا یې که چېرته دغه ولسوالي ته عاجله مرسته ور ونه رسېږي، هغه سرتیري چې د وسله‌والو طالبانو له لوري کلابند شوي، وبه وژل شي.

بغلان کې د پوځ پر یوه مرکز موټربم برید؛ شپږ سرتېري وژل شوي

په بغلان کې باوري امنیتي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا دوه بجې د پلخمري ښار په باغ شمال سیمه کې د ملي اردو پر یوې مرکز موټربم برید شوی دی.
د سرچینو په وینا، تر اوسه په دې پېښه کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

کاپیسا او میدان وردګ کې ۲۰ پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي

د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبانو له دوو ورځو راهیسې په یاده ولسوالي کې پر یوشمېر امنیتي پوستو ډله‌ييز بریدونه کړي او ۱۵ هغه یې نیولې دي. د سرچینې په وینا، اوس هم د تګاب ولسوالي په نوروزخېل سیمه کې د افغان ځواکونو او طالب ډلې ترمنځ جګړه روانه ده.