کابل کې د امریکا پخوانی سفیر: امریکا له افغانستان سره خیانت کړی

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر هوګو لاورنس ویلي چې امریکا له افغانستان سره پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او له دغه هېواد او افغانانو سره یې خیانت کړی چې دا یو نه بښوونکی جنایت دی. دغه امریکايي ډيپلومات په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له منځل تلل، د خواشینۍ وړ بللي او پړه یې د امریکا پر مشرانو وراچوي.

سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې له افغانانو د استازولۍ مشروع حق اخیستل شوی

ملګرو ملتونو پرېکړه کړې چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازي څوکۍ به د طالبانو سرپرست حکومت ته ورنه کړي. دغه پرېکړه پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو د ځانګړې کمېټې له لوري نیول شوې ده. دغې څوکۍ ته د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري ټاکل شوی نوماند سهیل شاهین نن په خپل ټویټرپاڼه د ملګرو ملتونو پر دغې پرېکړې نیوکه کړې.

امریکا ښايي یوشمېر افغانان بېرته هېواد ته را ولېږي

یوې امریکايي خبري شبکې سي‌اِن‌اِن ویلي، امریکا ښايي یوشمېر هغه افغانان بېرته افغانستان ته ولېږي چې له دغه هېواده یې اېستلي وو. دغې شبکې دا خبر د یوشمېر امریکايي چارواکو له قوله لیکلی دی.
که څه هم تر اوسه د دغو افغانانو د بېرته را لېږلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو امریکايي چارواکو یې دغه اقدام په اړه یو غوراوی بللی، خو په خبره یې، پر نورو لاروچارو به یې هم غور وشي.

ډیبورا لاینز نړۍ ته: افغانان یوازې مه پرېږدئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې یې ویلي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید افغانان یوازې پرې نه ږدي.
هغه وايي، په افغانستان کې د ژمي موسم را روان دی او خلک یې نه یوازې له یخنۍ، بلکې د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخامخ دي. لاینز زیاتوي، د افغانستان اقتصادي وضعیت په سقوط کېدو دی او نړیوال باید له افغانانو سره د پام وړ مرستې وکړي.

امریکا له افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالر مرسته وکړه

امریکا له افغانستان سره خپلې نوې بشري مرستې اعلان کړې. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۱۴۴ میلیونه ډالره نوې بشري مرستې ځانګړې کړي دي. د دغه وزارت په خبره، له نویو اعلان شویو مرستو سره په افغانستان او سیمه کې له افغان کډوالو سره په روان کال کې د امریکا د بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

بایډن افغان پناه‌غوښتونکو ته څه باندې ۹۷۶ میلیون ډالره ځانګړي کړل

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړې چې د بېړنیو مرستو د صندوق له بودیجې څخه ۹۷۶.۱ میلیون ډالره د افغانستان پناه ‌غوښتونکو سره د مرستې لپاره ولګوي. د سپينې مانۍ ویناپاڼه کې ویل شوي چې دغه پیسې په دوه یا څو اړخیز ډول ورکول کېږي.

له هنده کابل ته د الوتنو بندېدل؛ افغانان هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کوي

یو‌شمېر هغه افغانان چې د مخکیني حکومت له سقوط وړاندې هند ته تللي دي، وایي چې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو له هند څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته د الوتنو او تګ‌ راتګ بندېدل، د دې لامل شوی چې دوی په هند کې ګیرپاتې شي.

د چین بهرنیو چارو وزیر: پر افغانستان لګول شوي اقتصادي بندیزونه دې لرې شي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، د امریکا له لوري پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې شي. رویټرز لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د لګېدو بندیزونو په اړه دغه څرګندونې د جي ۲۰ هېوادونو په ناسته کې مطرح کړي دي.

اعتراض کوونکي: نړیوال دې افغانستان کې د روان جنایت پر وړاندې چوپتیا ماته کړي

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې زرګونه افغانانو د طالبانو له لوري د افغانستان د نیولو په اعتراض کې د آزادۍ په شعار سړکونو ته راوتلي دي. دغو اعتراض کوونکو په افغانستان کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه وغندله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دي د جنایت پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

احمد مسعود خلک د طالبانو پر وړاندې «ملي پاڅون» ته رابللي

وروسته له هغې چې طالبانو د پنجشېر ولایت د نیولو ادعا وکړه، د ملي مقاومت جبهې قومندان احمد مسعود په یوه غږیز پیغام کې له خلکو غوښتنه کړې چې د طالبانو پر وړاندې دې «عمومي پاڅون» پیل کړي. وموړي همداراز په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي چې پنجشېر کې دی او مقاومت یې دوام لري.

د ۱۰۰هېوادونو خبرپاڼه: افغانانو ته د سفر اسنادو د ورکړې لړۍ ته دوام ورکوو

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټې او له کابل څخه د تخلیې بهیر د پای ته رسېدو په درشل کې، د نړۍ نږدې ۱۰۰هېوادونو د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانانو ته به د سفر کولو اسنادو د ورکړې لړۍ دوام ولري. دغو هېوادونو ژمنه کړې، هغه کسان چې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي، د سفر کولو اسناد به ورکړي.

ملګري ملتونه د افغانانو ډله‌ییزې کډوالۍ ته چمتووالی نیسي

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او همکار بنسټونه ګاونډیو هېوادونو ته د افغانان ډله‌ییزې کډوالۍ ته د رسېدو لپاره چمتوالی نیسي. دا په داسې حال کې ده چې په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او وایي چې د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.

بښنې نړیوال سازمان: له افغانستانه د بهرنیانو د راېستلو نېټه باید وغځول شي

د بښنې نړیوال سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبان او نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د راېستلو د نېټې پر غځولو هوکړه وکړي، څو هغه افغانان چې تر ګواښ لاندې دي، ژوند یې خوندي شي.

افغانان به تښتېدلی ولسمشر ونه بښي

د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه طالبانو پلازمېنه کابل ونیوه او کابل ته د دوی تر داخلېدو وړاندې، د هېواد پخوانی ولسمشر محمداشرف غني له هېواده وتښتېد. رسنیو رپوټ ورکړ چې اشرف‌غني له پیسو څخه ډکو موټرو سره له افغانستان څخه تښتېدلی دی.