Asset 1SWN

سریلانکا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه

360966 (1)

د افغانستان او کوربه سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې سریلانکا لوبډلې افغانستان ته د ۳۲۴ منډو هدف ټاکلی دی.

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې په دغه سیالي کې د ټاس «پچې» په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه او پییلیز لوبغاړو یې ښکلې لوبه وکړه. سریلانکا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۳ منډې جوړې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پاتوم نېسنکا او ډیموټ کارونارتني په ۱۵.۵ اورونو کې د ۸۲ منډو ملګرتیا وکړه چې دغه ملګرتیا بیا محمدنبي ماته ورکړه.

د سریلانکا لپاره په توپوهنه کې کوشال منډېس ۷۸، ډیموټ کرونارتني، ۵۲، سدیرا سماراوېکراما ۴۴ او پاتوم نېسنکا ۴۳ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لوبډلې د نن په لپاره څلور نویو لوبغاړو ته ځای ورکړی دی. سدیرا سماراوېکراما، ټېکشانا، چمیرا او هسرنګا هغه لوبغاړي دي چې په نن لوبه کې اخېستل شوي دي.

د افغانستان لپاره په توپ‌اچوونه کې محمدنبي لسو اورونو کې ۵۲ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې. فریداحمد ملک بیا نهه اورونه وکړل او د ۶۱ منډو په بدل کې یې دوه لوبغاړي وسوځول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مجیب‌الرحمن بیا ښکلې توپ‌اچوونه وکړه او په لسو اورونو کې یې ۳۹ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام