په داسې حال کې چې هره ورځ د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو د شاتګ او وسله‌والو ته د تجهیزاتو او مهماتو د ور پرېښودو خبرونه خپرېږي، یوشمېر شنونکي وايي، که څه هم افغان ځواکونه تر خپلو وروستیو امکاناتو پورې جګړه کوي او په پای کې له ناچارۍ تسلیمېږي.

د نظامي چارو شنونکي وايي، د امنیتي ځواکونو د مشرتابه کمزورتیا، د جګړې ناسم مدیریت او د حکومت بې‌غوري لامل شوې چې امنیتي ځواکونه جګړې ته دوام ور نه کړي او شاتګ ته اړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نظامي چارو شنونکی صالح‌ محمد رېګستاني وايي، هغه سرتېري چې اوس یې د وژل کېدو یا تسلیمۍ خبرونه خپرېږي، له کلونو راهیسې پرې ځمکنۍ لارې تړلې وې او هوايي مرستې هم په سختۍ ور رسېدې چې اوس د ډېر فشار له کبله مرګ ته ځان ورکوي او یا هم تسلیمېږي.



په همدې حال کې د نظامي چارو یو بل شنونکی وايي، د افغان ځواکونو د تسلیمېدو او دښمن ته د ځینو سیمو پرېښودل، د یادو ځواکونو د انګېزې کمزورتیا او د دښمن د لیکو پیاوړتیا لامل کېږی. د هغه په خبره، د روان وضعیت دوام د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچې د زیاتېدو لامل هم کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شنونکو په باور، په اوسنیو حساسو شرایطو کې د ادلون او بدلون پر ځای باید د امنیتي ځواکونو لیکې تنظیم او د جګړې روان وضعیت په لاس کې واخیستل شي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل سره سم، په ځینو ولایتونو کې یوشمېر ولسوالۍ د افغان ځواکونو د شاتګ له کبله د طالبانو لاس ته ورغلي او د هغوی مهمات او تجهیزات یې هم له ځان سره وړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام