افغانستان د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه‌ پای‌لوبې ته څنګه وتلی شي؟

د شل اووره سیالیو نړیوال جام په ۱ ګروپ کې د افغانستان له‌خوا د اسټرالیا له تاریخي ماتې وروسته، نیمه پای‌لوبې ته د افغان لوبډلې دریځ پیاوړی شوی دی.

له دې لوبې وروسته دغه ګروپ کې نیمه پای‌لوبې د افغان لوبډلې ترڅنګ د نورو  لوبډلو تګ هم په زړه پوری شوی دی.