Asset 1SWN

سلام وطندار

له بدبینۍ تر کاري ملګري؛ مصنوعي ځیرکتیا سره د یوه ځوان د بلدتیا کیسه

AI-rnl46fcoa3m12nqfquvgv16i2ynzd3fz4c86uqtbwo

ساویز ابرار یم، د ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ یم او دا مهال په یوه خصوصي کارګاه کې د ډیزاینر په توګه کار کوم. زما کاري برخه تر ډېره په ډیزاین ورټوله ده. ګرافیکي نوښت او د منځ‌پانګې تولید کې ډېر کار کوم او د خپرولو لپاره یې چمتو کوم.

دې برخې ته زه یوازې د عاید سرچینې په توګه نه‌وینم، بلکې ډېرې مینې له پخوا زه دې برخې ته راوستی یم. دې برخه کې تر بل هر څه نوښت ته اړتیا ده او هر څه چې یاده برخه کې ماسره مرسته وکړي، راته ارزښت لري.

له منفي نظر سره سره مصنوعي ځیرکتیا سره زما بلدتیا او دې‌ خوا راتلل، همدې نوښت‌‌پالنې کې رېښې لري.

د مصنوعي ځیرکتیا د نوې ټکنالوژۍ د راڅرګندېدو په لومړیو ورځو کې، ما دا یوه داسې پدیده ګڼله چې لاسرسی ورته ستونزمن او کله ناکله نه‌کارېدونکې و. د دې فکر اصلي لامل زما ناپوهي او له دې ټکنالوژۍ او اړوندو پلېټفارمونو سره نابلدتیا وه. ما داسې انګېرله چې مصنوعي ځیرکتیا یوازې عمومي استعمال لري او مسلکي استفاده ترې ډېره سخته او پېچلې ده.

خو د وخت په تېرېدو او په ټولنه کې د دې ټکنالوژۍ د چټک پراختیا له امله، زما لېوالتیا ورځ تر بلې زیاته شوه. همدې لېوالتیا زه دې ته وهڅولم چې د مصنوعي ځیرکتیا نړۍ ته داخل شم او له دې نوې ټکنالوژۍ سره عملي کار پیل کړم.

له دې ټکنالوژۍ سره زما د لومړۍ بلدتیا او پوښتنو پیل د چټ‌جي‌پي‌ټي له لارې وشو؛ هغه پوښتنې چې ورو ورو یې زما د لازیاتې پېژندنې او دوامدار کار زمینه برابره کړه.

ما به بېلابېلې پوښتنې مطرح کولې او په بدل کې به مې روښانه، دقیق او چټک ځوابونه ترلاسه کول. همدې تجربې زما لیدلوری د مصنوعي ځیرکتیا په اړه بدل کړ او زه یې د دې ټکنالوژۍ له دوامداره کاروونکو څخه وګرځولم.

په پیل کې مې تر ډېره ساده او معلوماتي پوښتنې کولې، خو کله چې د دې ټکنالوژۍ دقت، چټکتیا او وړتیا راته څرګنده شوه، نو ما دا د کار، زده‌کړو او د نوو نظریو د رامنځته کولو په برخو کې خورا ګټوره وموندله.

همدې بلدتیا او دوامدارې استفادې دې ته وهڅولم چې مصنوعي ځیرکتیا د خپلو بېلابېلو چارو لپاره د یوه مرستندویه وسیلې په توګه وټاکم.

اوس مهال دا ټکنالوژي زما د کاري او شخصي ژوند نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده. د مفاهیمو ساده کول، د معلوماتو منظمول او د محتوا په ترتیب او تنظیم کې چې کومه مرسته دا وسیله کوي، زما لپاره بې‌سارې او نوې تجربه ده.

اوس چې زه د مصنوعي ځیرکتیا منظم کاروونکی یم، ډېره استفاده مې ترې په درېیو برخو کې ده. لومړۍ برخه د متنونو جوړښتي سمون او ویراست دی چې په دې برخه کې راسره ډېره مرسته کوي؛ هم د متن د ښکلا او روانوالي وړتیا لري او هم د مفاهیمو په بیا تعریف او ښه بیان کې مرسته راکوي.

دویمه برخه د نظریو او ایدې جوړولو ډګر دی؛ هغه ځای چې دا ټکنالوژي د ډیزاین او نوښت په رامنځته کولو کې ډېرې لاسته‌راوړنې لري. کله ناکله داسې نوې او اغېزمنې نظریې وړاندې کوي چې د کار کیفیت لا لوړوي.

درېیمه برخه د کارونو او پروژو د چټک ترسره کولو اړوند ده؛ په ځانګړي ډول هغه وخت چې د ترسره کولو لپاره یې لږ وخت موجود وي. مصنوعي ځیرکتیا مرسته کوي چې پلانونه او دندې په ډېرې چټکتیا او دقت سره بشپړې کړم.

البته د هغو ګټو او اسانتیاوو ترڅنګ چې مصنوعي ځیرکتیا د کاروونکو لپاره رامنځته کړې دي، اړینه ده چې د هغې ننګونو او ګواښونو ته هم پام وشي. له سترو اندېښنو څخه یوه دا ده چې کاروونکي تر اړتیا ډېر پر دې وسیلې متکي نه‌شي. بې‌حده او بې‌له انتقادي فکر څخه استفاده کېدای شي د خلکو شخصي او مسلکي ژوند له مصنوعي ځیرکتیا سره ډېر وتړي او په پایله کې یې د فکر کولو او نوښت وړتیا کمه شي.

له مصنوعي ځیرکتیا سره تړلې ټکنالوژۍ، سره له دې چې ګڼ امکانات او اسانتیاوې برابروي، له یوشمېر ننګونو سره هم مل دي. ښايي ځینې دندې او مسلکونه تر اغېز لاندې راشي او د کاروونکو لپاره نورې اندېښنې هم رامنځته کړي.

له دې ټولو سره سره، زما هیله له ټولو کاروونکو، په ځانګړي ډول له ځوانانو څخه دا ده چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه په نوښت او عملي ډول استفاده وکړي؛ خو هېڅ‌کله باید دومره پرې تکیه نه‌شي چې خپل فکري ځواک او خپلواکه وړتیاوې له لاسه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام