د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، د خصوصي برخې استازو په شمول د چین یوه پلاوي د سېشنبې په ورخ د دغه وزارت سرپرست سره لیدنه کې ویلي، افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر ځینو پروژو د عملي کار پیلولو لپاره چمتوالی لري.
د کرنې وزارت ویاند غلام محمد کاظم سلاموطندار ته وویل:
«د چین استازو د هېواد کرنې او مالدارۍ سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او د ځمکې اجارې په څېر د ځینو سهولیتونو تر برابرېدو وروسته یې د عملي کار پیلولو ډاډ ورکړ.»
د کرنې وزارت ویاند زیاتوي چې د دغه وزارت سرپرست چینايي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې هېواد کې به د چین خصوصي سکتور پانګونې لپاره ټول فرصتونه برابر کړي.
ورته وخت کې د چین یاد پلاوي تېره ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره هم لیدلي او د لا زیاتې پانګونې جلب او د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه یې کابل کې غونډه ترسره کړې.
د دغې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزي وویل، دغه غونډه کې د چین د خصوصي برخې افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونې ته چمتوالی ښوولی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
“هغه پلاوی چې له چین څخه راغلی و، سوداګر وو او ځینې یې د حکومت استازي وو، په ځانګړې توګه د کرنې او پانګونې سکتورونو څخه. چینایي سوداګرو سره مو ولیدل او د پانګونې په سکتور کې د وړتیاوو او امکاناتو په اړه یې بحث وکړ. د یوې افغان او یوې چینایي کمپنۍ ترمنځ د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت دوه اړخیز کرنیز قرارداد هم لاسلیک شو.»
ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان افغانسثتان کې د دغه هېواد د پانګونې پراختیا لپاره د چین له چمتوالی هرکلی کوي او وايي، اسلامي امارت باید د دغو پروژو عملي کولو لپاره مشخصې کړنلارې ترلاس لاندې ونیسي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وویل:
“په افغانستان کې په ځانګړې توګه د کرنې او کانونو په سکتورونو کې د چین پانګونه، د اقتصادي سیستم لپاره خورا مهمه او بنسټیزه ده. چین بریکس اداره کوي، پدې معنی چې خدمات سویلي آسیا او مرکزي آسیا ته رسیږي، د افغانستان لپاره ښه فرصتونه برابر شوي، خو امارات دې دغه برخه کې مشخصې کړنلارې ترلاس لاندې ونیسي.»
د یادونې ده چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې چین له هغو هېوادونو دی چې تر نورو ډېر یې د افغانستان د کرنې، کانونو او نورو برخو کې پانګونه کړې ده.