
هند له افغانستان سره د کورونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته کوي
د عامې روغتیا وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د کورونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته وکړي. د دغه وزارت په وینا، ټاکل شوې په یاد واکسین باندې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د کورونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته وکړي. د دغه وزارت په وینا، ټاکل شوې په یاد واکسین باندې شاوخوا ۲۵۰ زره کسان واکسین شي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نن د اقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ، د ترکمنستان-شبرغان برښنا او نوري فایبر پروژې پرانیستل شوې.
ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دغو پروژو پرانیست غونډه کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر ایران تور لګوي چې دغه هېواد د القاعده شبکې مشرانو ته ځای ورکړی او د دې ډلې مستقیم ملاتړ کوي. هغه ادعا کړې چې القاعده شبکې ایران خپل نوی «کورنی مرکز» ګرځولی او هلته ځای پر ځای شوې ده. پمپیو دغه څرګندونې پرون ماښام د امریکا «د مطبوعاتو ملي کلوپ» کې د وینا پر مهال کړې دي.
د ۲۰۱۹ کال په پای کې د معمول په څېر یوشمېر خبري او تفریحي وېبسایټونو د هغو پېښو وړاندوینه کړې وه چې ښايي په ۲۰۲۰کې وشي. نږدې دغه ټول وېبسایټونه مې وکتل، هر هغه څه چې په دغه کال یې وړاندوینه شوې وه، له کورونا پرته ټول سم وو.
کورونا په ۲۰۲۰ کال کې ټوله نړۍ وځپله. کلونه وروسته نور نسلونه چې د تاریخ په اړه خبرې کوي، له شک پرته به ۲۰۲۰ د کورونا په نوم یادوي. په دغه کال کې ټول سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز پروګرامونه د کورونا تر سیوري لاندې راغلل.
چابهار بندر شاوخوا درې کاله وړاندې د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۲مه د یو میلیارډ ډارو په پانګونې سره د ایران د ولسمشر له لوري پرانېستل شو. دغه بندر د ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې پروت دی، افغانستان، هندوستان او ایران یو له بل سره نښلوي. خو د ۳۶ میاشتو په تېرېدو سره لا هم د سوداګرو لپاره پر یوې ښې لارې نه دی بدل شوی.
افغان حکومت د ایران د اټومي انرژۍ د مشر او د دغه هېواد د دفاع وزارت پر مرستیال محسن فخريزاده وروستی برید غندلی دی.
د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته نن دوشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د محسن فخريزاده پر وژنه خواشینی دی او له کبله یې د خپلې همدردۍ مراتب د ایران له خلکو او د فخريزاده له کورنۍ سره شریکوي.»
د ایران د ولسي جرګې ۳۲ استازو تازه د «ناقانونه بهرنیو وګړو د تنظیم طرحه» په نوم یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې پولیس یې پر بنسټ کولای شي هغه کسان په نښه کړي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ور دننه شوي او د وینې بیه یې هم ور نه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان لومړی وزير عمران خان به راتلونکيو څو ورځو کې کابل ته راشي.
د ياد وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د عمران خان په دې سفر کې به نوموړی له ولسمشر غني سره د افغان سولې پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو فرصت به تل نه وي او افغانانو ته په کار ده چې روانه وینه تووینه ودروي.
پېښور کې رسنيو ويلي، د ياد ښار په سپین جومات او دیني مدرسه کې دغې چاودنې ۷ کسان وژلي او ۱۰۰ ډېر يې ټپيان کړي دي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن تهران ته لاړ. عبدالله پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې دوه ورځني سفر کې به چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه دی، له ایراني لوړ پوړو چارواکيو سره خبرې اترې وکړي.
په کابل کې سلګونو کسانو د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو لپاره د دوی سفارت مخکې اعتراض وکړ او ويې غوښتل چې دوی ته ويزې ورکړي. معترضانو د پاکستان د ويزو د ورکړې چې په ځنډ سره ورکول کېږي شکايت وکړ او ويې ويل، ډېرې ورځې په تمه کېږي چې د پاکستان ويزه ترلاسه کړي؛ خو نه بريالي کېږي.
د نوبل د سولې جایزه سږکال «۲۰۲۰» د خوړو نړیوال سازمان یا (WFP) ته ورکړل شوه. ياد سازمان وايي، دوی هیله لري د يادې جايزې د ترلاسه کولو سره د نړيوالو پام هغو ميليونونو کسانو ته واړوي چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله پر ټوېټر لیکلي، هند ته د سفر په درېیمه ورځ یې د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي سره لیدلي او د سولې پروسې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله نن «سې شنبه» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته روان شو.
ولسمشر غني د قطر په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي دي.