د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د «افغانۍ» د پولي ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به د یکشنبې په ورځ ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. دغه بانک له نورو پر شرایطو برابرو خصوصي بانکونو او د پولي خدمتونو له شرکتونو او صرافیو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک د «افغانۍ» ارزښت ساتلو په موخه تر دې مخکې هم میلیونونه ډالر لیلام کړي دي.

بلخ کې یوه ځوان ځان را ځړولی او وژلی

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې د عبدالحافظ په نوم یوه ۲۵ کلن ځوان د دغه ولایت په بلخ ولسوالي کې ځان را ځړولی او وژلی دی.
د بلخ د امنیې قومانداني ویاند محمداصف وزیري وايي، دا پېښه د سلواغې په ۲۱مه د جمعې ورځ د بلخ ولسوالي په «باغ‌وراق» سیمه کې شوې ده. هغه زیاتوي چې د دوی د څېړنو پر بنسټ، دغه ځوان د کورنیو شخړو له کبله ځان وژلی دی.

پر ښځینه‌وو د ا.ا محدودیتونه: افغان نجونې: د کتاب لوستلو انګېزه مو له لاسه ورکړې

د کابل ښار په لوېدیځ کې د «پرتو» په نوم یوه کتاب‌پلورنځي د نجونو ترمنځ د کتاب‌ لوستلو سیالي پیل کړې ده. د کتاب لوستلو دا سیالي د نجونو په منځ کې د کتاب‌ لوستلو انګېزې د پیاوړتیا لپاره پیل شوې ده.
د دې سیالي ګډونوال وايي، د ورته پروګرامونو په مرسته کولای شي چې په ټولنه کې کتاب لوستل دود کړي.

پوتین: له افغانستانه د امریکا په وتلو نړیوال ترهګر لا فعال شوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د مسکو پنځمې امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره دغه هېواد کې نړیوال ترهګر فعال شوي او افغانستان ورسره د پرمختګ پر ځای، لا کمزوری شوی دی. د مسکو غونډه د مرکزي اسیا هېوادونو، چین، هند او ایران د امینت شورا سلاکارانو په ګډون پرون جوړه شوه.

ترکیې ته د افغانانو لېږد؛ پولیس: حقیقت نه لري، هوايي ډګر ته مه راځئ!

د پوله‌ساتو ځواکونو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کابل هوايي ډګر ته د ترکیې له لوري د الوتکو د را لېږلو خبر دروغ دی.
دغه ریاست له کابل ښاریانو غوښتي چې پر اوازو باور ونه کړي او د کابل هوايي ډګر مخې ته دې نه ورځي. په همدې حال کې د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران هم ترکیې ته د افغانانو لېږد اوازه بللې ده.

پاکستان کې د افغان خبریالانو ستونزې؛ «د بې‌وزلۍ له امله مې پښتورګی پلورم»

پاکستان کې یو‌شمېر افغان خبریالان له اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ څخه شکایت کوي او خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي.

دغه افغان خبریالان چې د جمهوري نظام له پرځېدو سره هم‌مهاله پاکستان ته تللي، وايي چې د څه باندې یوه کال په تېرېدو سره لا هم یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

غور کې د خوړو پروګرام د مرستو بندېدل؛ خلک: د بېګاه او سبا نه لرو

غلام‌حضرت چې د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې اوسېږي وايي، تېرو څو میاشتو کې یې د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو شپې او ورځې تېرولې، خو اوس چې دا مرستې پرې درېدلي، د یو وخت ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دی. دا یوازې غلام‌حضرت نه‌دی چې سختې شپې او ورځې تېروي، بلکې سلګونه نورې کورنۍ هم شته چې د یو وخت خواړه هم نه ور رسېږي.

کابل کې د چسپکي ماین چاودنه؛ ځدران: دوه ملکیان برسېرن ټپیان دي

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وايي چې د شنبې ماښام شاوخوا شپږ بجې د دویمې امنیتي حوزې اړوند په پښتونستان واټ کې چاودنه شوې ده. د نوموړي په وینا، دا پېښه د یوه افغان په هایلکس موټر پسې د چسپکي ماین د چاودنې له امله شوې ده.

پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ د افغان ښځو ځانګړی هوټل دېوالي کېدو سره مخ دی

کابل کې یوشمېر ښځو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته «واوا، د افغان ښځو هوټل او پخلنځي» په نوم هوټل جوړ کړ.
خو دغه ښځې اوس د ګیلې په توګه وايي چې د اسلامي امارت له لوري د محدودیتونو او فشارونو په ډېرېدو سره یې کاروبار له دېوالي کېدو سره مخ دی.

مسکو راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د دغه هېواد په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړه شي. نوموړي نن دا خبره ټاس خبري اژانس ته کړې او زیاته کړې یې ده چې یاده غونډه به راتلونکې اوونۍ جوړه شي.

د دایکندي‌-‌بامیان لویه لاره د سختو واورو او توپان له امله وتړل شوه

د دایکندي د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وايي چې د دایکندي‌-‌بامیان لویه لاره د سختو واورو اورېدو او توپان له کبله تړل شوې ده.
د دایکندي د ټولګټو چارو رییس لعل‌محمد یوسفي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دایکندي د میرامور او د بامیان د ورس ولسوالي ترمنځ د قوناق کنډو نن ماسپښین تړل شوی دی. دغه کنډو دایکندي له بامیان او بیا کابل سره نښلوي.

عبدالحق حماد: امنیتي ادارو اسماعیل مشعل د څېړنو لپاره بیولی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار رییس عبدالحق حماد منلې چې امنیتي ادارو د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل بیولی دی. حماد پر ټویټر لیکلي چې مشعل د څېړنو لپاره بیول شوی دی. هغه تور لګولی چې مشعل د نظام پر وړاندې «پاروونکې کړنې» سر ته رسولې او خبریالان یې پر ځان را ټول کړي وو چې پر سړک یې بیروبار هم جوړ کړی و.

کابل کې رضاکاره ځوانانو پر نږدې ۳۰۰ کورنیو د ډبرو سکاره ووېشل

کابل کې یوشمېر اړمن چې د ډبرو سکرو لپاره را ټول شوي وايي، بې‌وزلي یې لامل شوې چې یوشمېر ورځې په لوږه او سړه هوا کې بېګاه کړي.
رخسار چې د ۱۰ کسیزې کورنۍ مسوولیت یې ور له غاړې دی، وايي چې د خلکو کورونه پاکوي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ دودۍ پیدا کړي.

بلېنکن: که پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې نه‌شي، پر ا.ا به نور فشار هم راوړو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سیمې ته د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ له سفر سره هم‌مهاله ویلي، که ا.ا پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې نه کړي، نور فشار به هم پرې راوړي. خو د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ به خپلې تګلارې ته دوام ورکړي.

بدخشان کې یوه تنکي ځوان له ځان‌وژنې مخکې پلار ته لیک لیکلی

بدخشان کې د نورالهدا په نوم یوه پنځلس کلن تنکي ځوان ځان وژلی دی. د دغه ځوان خپلوان سلام‌وطندار ته ویلي چې هغه د شنبې په سهار د بدخشان د مرکز په فیض‌اباد ښار کې د موږکو د مړینې درمل خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی. د نوموړي د خپلوانو د خبرو پر بنسټ، یو ارام هلک و او له کوم ځانګړي لامل پرته یې ځان وژلی دی.