Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې د ۲۱۷۰۰۰ ډالرو په لګښت درې چکډېمونه جوړ شول

اوبو کانال- چکډېم

د هلمند په نوزاد ولسوالي کې د ۲۱۷۰۰۰ ډالرو په لګښت د درې چکډېمونو چارې بشپړې شوې.

د چارواکو په وینا، د دې چکډېمونو د جوړېدو چارې د ولایت مقام، اقتصاد ریاست، د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست، ډي‌ار‌سي موسسې او ډنمارک کمېټې په ګډو مالي هڅو بشپړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه چکډېمونه د هلمند د نوزاد ولسوالي په خواجه جمال، بادخانې او تورخان سیمو کې جوړ شوي دي.

د هلمند والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي: «دغه چکډیمونه د شپږو میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري ډول جوړ شوي دي. دا بندونه به د سېلابونو زرګونه متره مکعبه اوبه ذخیره کړي او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به ورسره لوړه شي.»

د نوزاد ولسوالي اوسېدونکي د دې چکډیمونو پر جوړېدو خوښي څرګندوي، خو غوښتنه کوي چې د نورو ورته چکډېمونو د جوړېدو چارې هم پیل شي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي معلم عبدالباري وویل: «نوزاد کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده؛ په ۱۰۰ متر ژوروالي کې هم اوبه نشته. خو د دې چیکډیمونو جوړېدو سره به د ژورو څاګانو اوبه زیاتې شي.»

د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د اوبو د کمښت له امله تر دې دمه شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ نورو سیمو ته بې‌ځایه شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چارواکو په وینا، د نوزاد ولسوالي د ځمکې لاندې اوبو کمښت د دې بې‌ځایه کېدو یو مهم لامل دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام