د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان(WFP) له لوري د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې پر ۱۴ سوه بې‌وزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له لوري په محمداغې ولسوالي کې سروې ۱۴ سوه بې‌وزله کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کېلو ګرامه اوړه، لس لېټره غوړي، ۶ کېلو ګرامه دال، لس کیلو ګرامه مالګه ووېشل شوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اړې کورنۍ هم خوښې دې چې د ژمې له رارسیدو وړاندې د دغه ولایت له بې وزله او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، خو ټینګار کوي چې شوې مرسته دې دوامداره شي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام