په ختیځ ولایت ننګرهار کې د چرګانو د خوراک دانې د تولید په موخه د ۱۵میلیونو ډالرو په ارزښت یوې فابریکې تازه په فعالیت پیل وکړ.
د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي شيخ مصري کې د تل پسرلي په نامه د يوه خصوصي شرکت له لوري ياده فابریکه پرانستل شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې فابریکې د مسوولانو په وینا، دغه فابریکه په څلورويشت ساعتونو کې د دولس ټنه دانه توليدوي چې په کور دننه له کارونې سربېره به تاجکستان او قزاقستان هېوادونو ته هم صادرېږي.
د دې شرکت مسوولان وايي، په دې فابریکه کې پنځه سوه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د يادې فابريکې په پرانیستلو خوښي وښوده او سوداګرو او پانګوالو ته يې د ملاتړ، امنيت خونديتوب، د سهولتونو رامنځته کولو او ستونزو حل کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
په ورته مهال پانګهوالو د صنعتي پارک سړک جوړولو، برېښنا، امنيت، سوداګريزو اسانتياو او صنعت پراختيا برخو کې وړانديزونه وکړل چې د ننګرهار والي د حل ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د چرګانو دانې تولید يوشمېر نورې فابریکې هم شته چې توليدات يې بهر ته هم صادرېږي.