Asset 1SWN

سلام وطندار

د ۱۹کلنو ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د ټاکلو سیالۍ پیل شوې

6d3710db-0102-4a75-9924-6ffb0faafb81

د کرېکټ بورډ له لوري د خوست په رحمت ولي مسرورلوبغالي کې د ۱۹کلنو ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي د پروسې خپلمنځي سیالۍ پیل شوې.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه پروسه تېره اوونۍ د روانې مې میاشتې ۱۷مه پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي او دویمه برخه به یې د جون میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۱۴نېټې دوام وکړي.

سیالیو کې د کورني کرېکټ د دویمې او لومړۍ درجې ولایتي سیالیو او د چټکې توپ‌اچونې په برخه کې د ازادې سیالي د موندل شویو لوبغاړو په ګډون په ټوله کې ۶۴لوبغاړي ګډون لري چې په ۴ لوبډلو وېشل شوي دي.

په یاده لړۍ کې ټولې ۱۶سیالي کېږي چې هره لوبډله به په‌کې اته لوبې ولوبوي.

دغه پروسه د روزنیزې ډلګۍ او د غوراوي کمېټې غړو له لوري له نږدې څارل کیږي او په پای کې به ترې له ۳۰ -۳۵ غوره لوبغاړي د چمتووالي د راتلونکو کمپونو لپاره غوره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام