د پاکستان د بلوچستان ایالت کویټه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ژوبل شوي.
د راپورونو پراساس، چاودنه نن یکشنبه کویټې ښار کې د ریلګاډي ته نژدې شوې چې تر ډېره په کې ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې.
دغې چاودنې د ځاني زیان ترڅنګ، پراخه ویجاړي هم رامنځ ته کړې.
ځايي ادارې له دغې چاودنې وروسته د کویټې ښار روغتونونو کې بېړنۍ حالت اعلان کړی او ټول ډاکټران او طبي پرسونل دندې ته ورغوښتل شوي دي.