اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، ټولې نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره د شریعت په اصولو کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي.
هغه نن یکشنبه د جوزا ۳ / مې ۲۴ دغه پیغام کې ویلي چې د اسلامي امارت حکومت دې برخه کې خپل مکلفیت هم ادا کړی.
نوموړي امنیتي مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د اختر په شپو ورځو کې د خلکو هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي، د دوی د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.
شیخ هبتالله اخندازاده همدارنګه د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه کړې چې په خپل مسئولیت کې د ﷲ اوامرو ته پوره توجه وکړي، د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره د شریعت په رڼا کې خپل مکلفیتونه په پوره توګه ادا کړي او د خلکو د حاجتونو پر مخ دروازې بندې نهکړي.
د پیغام یوه برخه کې ویل شوي چې: «مسوولان دې په خلکو له ظلم څخه ځان وساتي، ځکه هرچا چې ظلم کړی، که هرڅومره ځواک ولري، هغوی الله ذلیله او له ماتې سره مخ کړي.»
د اسلامي امارت مشر زیاته کړې: «زموږ او ستاسو ګډ مسوولیت دی چې د خپل شرعي نظام ساتنه او پالنه به کوو، ځکه دا د ډېرو شهیدانو د مقدسو وینو او د مجاهدینو او مخلصو مسلمانانو په خورا ډېرو ستړیاوو او قربانیو سره راغلی، راځئ چې د ساتنې لپاره يې هم ټول په اتفاق او اخلاص سره لا ډېره ستړیا وګالو او قرباني ورکړو او د وروڼو په شان د یو او بل ترڅنګ درېدو ته دوام ورکړو، ترڅو د دښمنانو بدې ارادې دفع کړو، د امنیت، هوساینې، آبادۍ او په عموم کې د شرعي نظام قدر وکړو او د لا ښې تقویې او بقا لپاره يې لاسونه سره ورکړو او په راغلي شرعي نظام باندې بشپړ استقامت وکړو.»
هغه له پانګوالو او مسوولانو غوښتي چې د اختر شپو ورځو کې د راستنېدونکو او بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي.