د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره د جګړې پایته رسولو لپاره په لویه کچه خبرې شوي او د هوکړې وروستي کېدو ته په تمه دي.
هغه پر تروت سوشل پاڼه لیکلي چې د دغو خبرو په چوکاټ کې د سیمې یو شمېر مشرانو سره یې «ډېرې ښې» خبرې کړي، خو له ایران سره د احتمالي هوکړې وروستي اړخونه او جزئیات لا هم تر ارزونې لاندې دي او «ژر» به اعلان شي.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ چې له کومو مشرانو سره خبرې کړي په هغو کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د متحده عربي اماراتو مشر محمد بن زاید آل نهیان، د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني، د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د اردن پاچا عبدالله دوم او د بحرین پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه شامل دي.
هغه وویل: «هوکړه تر ډېره بریده شوې او یوازې د امریکا متحدو ایالتونو او د ایران ترمنځ یې وروستي کول پاتې دي.»
د ده په وینا، د دغې هوکړې له مخې به د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي.
ښاغلي ټرمپ ریاته کړې چې یوه جلا اړیکه کې یې د اسراییل لومړي وزیر سره هم خبرې کړي او دغه اړیکه یې هم «ډېره ښه» بللې ده.
ایران تر اوسه د هوکړې شویو مسایلو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.