Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د لسګونه ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالي ترسره شوې

121211

د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د پهلواني فدراسیون په همکاري د ولایت په کچه د ۵۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني یوه ورځنۍ سیالي ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د پل‌علم ښار په دولتي جمنازیوم کې ترسره شوې چې لومړی مقام شهید معروف ورزشي کلپ او دویم مقام استقلال ورزشي کلپ ترلاسه کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم‌زي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړېدو څخه موخه لوګر کې پهلواني ورزش ته وده ورکول، پهلواني ورزشکارانو ترمنځ د همغږۍ او تجربي شریکول او همدارنګه د ولایت په کچه د پهلواني لپاره د غوره ورزشکارانو غوراوی دی.

د مرکز پل‌علم د پهلواني یوه ورزشکار وحیدالله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې وروسته له څو کلونو لوګر  کې د پهلواني سیالي جوړې شوې وې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي د پهلواني په فدارسیون غږ وکړ چې د پهلوانۍ ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې او سیالیو ترسره کېدو زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام