نن سهار اته بجې د غزني ولایت د کومانډو سرتېرو پر ودانۍ موټربم برید وشو چي د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کي ۳۰ سرتېري وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.

د غزني د ملکي روغتون مسوول بازمحمد له خبریالانو سره په خبرو کي ویلي چې د دغه ولایت روغتون ته د ۳۰ سرتېرو جسدونه او ۲۴ ټپیان ور وړل شوي دي.

ویل کېږي چې د دغې پېښې د یوشمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک دی او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د غزني ولایت په ګاونډ زابل کې د دغه ولایت د ولایتي شورا د رييس پر موټر موټربم برید وشو.

که څه هم د زابل امنیه قوماندان حکمت‌الله کوچي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د ولایتي شورا د رییس او د هغه د یوه ساتونکي ترڅنګ، د شاوخوا لس کسانو د ټپي کېدو خبره تایید کړه، خو د کلات په مرکزي روغتون کې یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې له یادې پېښې نه ۲ جسدونه او د ولایتي شورا د رییس عطاجان حق‌بیان په ګډون، ۲۳ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، په ټپيانو کې د ۴ هغو روغتیايي وضعیت نازک دی.

تراوسه د غزني او زابل د موټربم بریدونو مسوولیت کوم چا یا وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسلامي همکاریو سازمان د دغه سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اووه‌څلوېښتمې غونډې په پای کې چې په نایجر هېواد کې جوړه شوې وه، د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم او ژرترژره اوربند ته غاړه کېږدي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام