د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام یاFAO د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو کې زرګونو لویو او وړو څارویو ته د لمپيسکېن په نوم د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین پیل کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته ویلي چې یاد واکسین د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام یا FAO په مالي ملاتړ شاوخوا ۵۵۰۰ لویو او وړو څارویو ته ورکول کېږي.
د هغه په خبره، د دغه واکسین لړۍ نن پیل شوه او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به دوام وکړي. نوموړی ټینګار کوي چې د تېر کال په پرتله د لمپيسکېن ناروغي کمه شوې، خو نښېنښانې یې لا هم په ځینو غواګانو کې لیدل کېږي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر ډاکټر خانشېرین خسرو هم سلاموطندار ته ویلي چې د دغه واکسین له عملي کېدو څخه یې موخه د بېوزله مالدارو لاسنیوی او د غواګانو د پوستکي ناروغۍ پر وړاندې مبارزه ده.
خسرو له مالدارو غواړي چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له روغتیايي ډلو سره په خپلو سیمو کې مرسته وکړي، څو لوی او واړه څاروي له یاد واکسین څخه پاتې نهشي.
باید وویل شي چې تېر کال هم په لوګر ولایت کې زرګونو وړو او لویو څارویو ته د غواګانو د پوستکي ناروغۍ ضد واکسین ورکړل شوی و.