عبدالله د سولې د روانې پروسې د ملاتړ جلب لپاره هند ته لاړ

ABDULL-owid4ee51zuwfmsahfh8ts7g9ozk4l2hp7k8ff8tck

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله نن «سې شنبه» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته روان شو.

له يادې شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله به په دغه سفر کې د هند له لوړ پوړيو چارواکيو سره وګوري او د افغان سولې په تړاو به د هند د رول او مرستو په اړه خبرې وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې عبدالله عبدالله د هند له لومړي وزير، د بهرنيو چارو له وزير، د ملي امنيت سلاکار او همداراز يو شمېر نورو لوړ پوړيو چارواکيو سره لیده کاته وکړي.

د خبرپاڼې له مخې عبدالله به يوه څېړنيز مرکز کې وينا وکړي.

دا په داسې  حال کې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ پاکستان ته سفر درلود او هلته یې د هغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او دغه راز یو شمېر نورو چارواکيو سره لیدنې وکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام