د پروان ولایت د بګرام ولسوالي سلګونو اوسېدونکو د دې ولسوالي د امنیه قوماندان د لرې کولو په غبرګون کې اعتراض وکړ. د دوی په وینا، ولسمشر غني د دې لپاره چې د ولسي جرګې له رییس میررحمان رحماني نه غچ واخلي، د بګرام ولسوالي د ناامنه کولو په لټه کې دی.

د بګرام د مجاهدینو شورا غړی فاروق ملک‌زاده وايي، ویس‌الله تاج د کورنیو چارو وزارت یو افسر دی چې د خپل کم ماموریت په موده کې یې په دې ولسوالي کې ناامنۍ مهار کړي، خو په یوه سیاسي توطیه کې د ولسمشر له لوري بل ځای ته د تبدیلولو پر ځای، ګوښه شوی دی.

د یادې شورا رییس شاه‌جان وايي، که ولسمشر غني غواړي چې امنیت ټینګ شي، ویس‌الله تاج د دې ولسوالي لپاره تر ټولو ښه و او خلک ترې خوشحاله وو. د نوموړي په وینا، ولسمشر د دې لپاره چې د ولسي جرګې له رییس نه غچ واخلي، هغه یې ګوښه کړی دی.

د پروان د ولایتي شورا غړی شمس‌الحق شیخاني بیا خبرداری ورکړ، که د ویس‌الله تاج د ګوښه کولو پر پرېکړې له سره غور ونه شي، د کابل‌-‌شمال لویه لاره به وتړي. هغه وايي، د حکومت د مشرتابه سیاسي پلمې د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي او نور د منلو نه دي.

کورنیو چارو وزارت په یوه تازه اقدام کې د بګرام ولسوالي امنیه قوماندان ویس‌الله تاج چې لا یې د دندې کال نه و پوره، د نامعلومو لاملونو له کبله له دندې ګوښه کړی دی.

ومو غوښتل چې په دې اړه د پروان د امنیې قومانداني نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

شریک یې کړی:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام