ټولنه
ایران کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۲۸ افغانان وژل شوي
په دغې پېښه کې چې نن ماسپښین شاوخوا ۲:۳۰ بجې په ایران کې شوې، ۲۸ افغانان پهکې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
ایراني رسنیو د راپور له مخې، یاده پېښه د دوو «ټیوټا» موټرو چې افغانان پهکې سپاره وو، د ټکر له امله د دغه هېواد د سیستانوبلوچستان ولایت مرکز ته نږدې د زاهدان پر «سراوان ـخاش» سړک شوې ده.
د زاهدان د روغتیايي علومو پوهنتون د روغتون د بیړنۍ برخې مسوولانو رسنیو ته ویلي، پېښه د دوو موټرو د ټکر له امله چې افغانان پهکې ایران ته په قاچاقي توګه راتلل، رامنځته شوې ده.
دا پېښه په هغې سیمه کې شوې چې له افغانستان او پاکستان نه ډېری کسان په قاچاقي ډول ایران او دغه راز ترکیې ته ځي.
اړوند مطالب:
د کابل ـ غزني په لویه لاره د ټکر له امله ۱۴ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه ټپیان شوي دي