امنیت
کابل کې موټربم چاودنې ۷ کسان ووژل
د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې د ۳ مهمو غړیو خوشې کولو په اړه د ولسمشر غني له حکم صادرولو یوه ورځ وروسته کابل ښار نن سهار اووهنیمې بجې د یوه موټربم چاودنې شاهد و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې یاده پېښه د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د قسیم ټانک په سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، ځانمرګي له چاودېدونکیو توکیو ډک ټونس ډوله موټر د «ګارډا ورلډ» په نوم د بهرني شرکت پر یوه لنډکروزر موټر ور نښلولی او چاودنه یې ورکړې ده.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي چې په یاده پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ یاد برید د بشریت پر وړاندې یو جنایت بللی او غندلی یې دی.
بلهخوا د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا هم د یادې چاودنې په غبرګون کې پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د مهمو طالبانو په خوشې کولو سره باید اوربند شوی وای، نه داسې چاودنه چې د ملکیانو او ماشومانو د وژل کېدو لامل شوه.
په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر نېکولاس کې هم د کابل نننۍ پېښه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي، هر مهال چې افغانانو سوله غوښتې، ترهګرو یې په تاوتریخوالي ځواب ورکړی. نوموړي یو ځل بیا د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
تراوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی.
اړوند مطالب: