سیاست
انس حقاني خوشې کېږي؛ د خوښۍ خبر چې عمران خان ويلي وو
ولسمشر محمد اشرف غني نن مخکې له غرمې په يوه ټلويزيوني بيان کې د انس حقاني په ګډون د ۳ طالبان بنديانو د خوشې کېدو خبر ورکړ.
ولسمشر په دې بيانيه کې وايي، درې طالب بنديان حاجي مالي خان، حافظ رشيد او انس حقاني چې له څه مودې راهيسې د بګرام په زندان کې دي، د امريکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې په مشروط ډول خوشې کېږي.
د ولسمشر په وينا، د يادو استادانو د موندلو په برخه کې د دوی ګډې هڅې کومه پايله ور نه کړه او اطلاعات ښيي چې د يادو استادانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
انس حقاني او حافظ رشيد په ۲۰۱۴ کال کې او د انس حقاني ماما حاجي مالي خان په ۲۰۱۱ کال کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري نيول شوي وو؛ خو دا چې چېرته نيول شوي وو څه نه و ويل شوي.
د امريکايي پوهنتون دوه استادان اسټراليوی ټيموټي وېکس او امريکایی کېون کېنګ د ۲۰۱۶ کال د اګسټ مياشتې په اتمه د طالبانو له لوري وتښتول شول.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لوموړي وزير عمران خان نه غوښتي و چې په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون د دوه تښتول شويو استادانو په خوشې کولو کې مرسته وکړي او عمران خان هم د خوښۍ د خبر وعده ورکړې وه.