ټولنه
سرپل کې د يوه موټر د چپه کېدو له کبله ۹ کسان مړه شوي
دا پېښه تېره ورځ د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ په شېګي کوتل شوې ده. د ياد ولايت د والي وياند ذبیح الله اماني سلاموطندار ته وايي، په دې پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۹کسان وژل شوي، ۶ ټپيان شوي او يو ماشوم ورک شوی دی.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې هم ماشومان او هم ښځې شاملې دي او زياتوي، ياد فلانکوچ ډوله موټر د سړک د خرابوالي له کبله چپه شوی دی.
د سرپل د سيمهييزو مسوولانو په وينا، د لارو د خرابوالي له کبله ټرافيکي پېښې کېږي، چې د لارې مسافرو ته په کې مرګژوبله اوړي.