اقتصاد
د کابل په تیمورشاهي کې د ۳۰ سوداګرو سوداګریز توکي سوځېدلي
د سېشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته د کابل په تیمورشاهي سرای کې د پلاستیکي توکیو او وچې مېوې ساتلو یوه ګدام اور واخیست.
اورلګېدنه مازدیګر ۵ بجې او ۴۰ دقیقې پیل شوه او د نن ورځې تر ۷ نیمو بجو یې دوام وکړ.
د دغې اورلګېدنې لامل تراوسه نه دی روښانه شوی، خو د ګدام یو مسوول وايي، د برېښنا په مزو کې شارټي لامل شوه چې یاد ګدام اور واخلي.
خو ځینې سوداګر او هټۍوال چې په اورلګېدنه کې یې توکي سوځېدلي وايي، پېښه د ګدام د مسوولانو د بېپروايۍ له کبله رامنځته شوې ده.
یو سوداګر عبدالواحد وايي، په اورلګېدنه کې یې ټول توکي له منځه تللي دي.
په سیمه کې یو بل هټۍوال سیدالله وايي، ډېری توکي یې له ګدام نه د اېستلو پر مهال د خلکو له لوري غلا شوي دي. د نوموړي په وینا، ۱۰ بوجۍ پسته یې په ګدام کې وه، خو له ډلې یې یوازې ۷ یا ۸ بوجۍ پاتې وه، نوره چا پټه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې د اورلګېدنې په څو پېښو کې سوداګرو او هټۍوالو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.
اړوند مطالب: