امنیت
کندوز کې ۱۰ سرتېري وژل شوي
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي سلاموطندار ته وویل، طالبانو بېګاه شپه د کندوز په تلوکه سیمه کې د ملي اردو پر دوو پوستو ډلهییز برید کړی دی.
د سرچینې په وینا، په یاد برید کې د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي او یو بل ټپی دی.
په همدې حال کې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په یاد برید کې یې دوه پوستې نیولې دي.
اړوند مطالب: