سیاست
عبدالله: طالبان د سولې په خبرو کې پر "ناسمې محاسبې" ګير دي
د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو درېدو ته په اشارې وايي، طالبان د سولې په خبرو کې پر "ناسمه محاسبې" ګير دي.
عبدالله عبدالله چې د شهيد اوونۍ او د احمدشاه مسعود د اتلسم تلین په مراسمو کې د لویې جرګې په خېمه کې وينا کوله وويل، په هېواد کې د سولې لپاره فُرصت له لاسه ووت او زياته يې کړه نن هم له سولې سره هغومره فاصله لرو څومره چې پخوا وه.
نوموړي د سولې وروستۍ خبرې يو لوی فرصت ياد کړ او ويې ويل، چې ښايي د سولې راوستو ته یو فرصت و، خو دا مو هم له لاسه ورکړ او زياته يې کړه، چې جګړه هېچاته ګټوره نه ده او که تاريخ ته وکتل شي سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړل شوې دي.
په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني بیا وایي، دوی له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي، خو ټینګار کوي چې له اوربند پرته د سولې خبرې ممکنې نه دي.
غني چې د ملي امنیت د سرپرست ضیا سراج د معرفۍ په مراسمو کې خبرې کولې وویل، سوله کې د جمهوري نظام ساتل د حکومت سره کرښه ده.
عبدالله د احمدشاه مسعود د کارونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې احمدشاه مسعود د یووالي لپاره مبارزه وکړه او په هېواد هېڅوک هم له مسعود هومره د سولې غوښتونکي نه وو.
احمدشاه مسعود پخواني جهادي قومندان د تخار په خواجه بهاوالدين کې له نن اتلس کاله وړاندې د ۱۳۸۰ کال د سنبلې په ۱۸مه نېټه په ځانمرګي چاودنه کې چې دوه ترهګرو ځانونه خبريالان معرفي کړي وو، ووژل شو.
نوموړي احمدشاه مسعود پر پلویانو د نمانځنې په ډول او ډزو کولو نيوکه وکړه او ويې ويل چې په دې برخه کې د احمد شاه مسعود بنسټ او په ځانګړي ډول د احمد شاه مسعود د زوی هڅو نتیجه نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار کې د مسعود وسله لرونکو پلويانو د ګارنیزیون یو سرتېری په ډزو وواژه.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وويل چې ياد سرتېری محمد نورنومېده او نن سهار د سنبلې به اتلسمه د مسعود د پلويانو له لوري په مخامخ ډزو کې د ټرافیکو په څلور لاره کې ووژل شو.
د احمدزي په وينا، دغه سرتېري چې د خلکو امنیت یې تامیناوه د ګارنيزيون د دويم ټولي بريدمل و.
د کابل گارنیزیون اعلان وکړ، چې د نوموړي سرتېري د وژلو په تور يې ۶ نامسوول وسلهوال او ۳۰ موټر چې په نا قانونه توګه رنګ شوي وو، نيولي دي.
د يادولو ده چې نن مخکې له غرمې د کابل په تایمني سیمه کې د مسعود د پلویانو د کاروان پر لار چاودنه شوې چې درې کسان په کې ټپیان شوي او همداراز د تايمني په پنځم سړک کې هم دوه نور بمونه چاودلي چې زيان يې نه درلود.