شنبه / ١٣٩٨ / لیندۍ - ١٦ / ٢٠١٩ کال / دسمبر - ٧
اوزبیک فارسی English
سلام وطندار سلام وطندار

سلام وطندار


سلام وطندار سلام وطندار

سلام وطندار

سرلیک
  • هرات کې ۴ وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته نیول شوي
  • شرغان کې پر ۵۰۰ سېلاب او وچکالۍ ځپلیو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې
  • د کندهار په نېش ولسوالي کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ ټپیان دي
  • د زابل په نوبهار کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۸ ټپیان دي
  • کور
  • سیاست
  • امنیت
  • نړۍ
  • ټولنه
  • اقتصاد
  • کلتور
  • ‍‍پوهنه
  • لوبې
  • ځانګړې پاڼه
  • پروګرامونه
  • شننې
  • څېړنې
  • انځورونه
امنیت

جګړه؛ په ۳ ورځو کې ۱۳۶ کسان وژل شوي

×
  ١٧ زمری ١٣٩٨
Email     Facebook     Twitter     Google Pluse

د روانې اوونۍ په وروستیو درې ورځو کې د چاودنو، ځانمرګو بریدونو، ماین چاودنو، هوایی بمباریو او وسله‌والو نښتو له کبله د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۱۳۶ کسان چې ملکي وګړي، امنیتي او د فاعي سرتېري او طالبان وژل شوي او ۱۸۹ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو درې ورځو کې ۴۲ امنیتي ځواکونه ۶۰ طالبان او ۲۹ ملکيان وژل شوي او د ۱۲۴ ملکي وګړیو په ګډون، ۶۱ امنیتي ځواکونه او ۴ طالبان ټپیان شوي هم دي.

د راپورونو پر اساس، په کندهار کې ۷ پولیس وژل شوي او په هلمند کې بیا ۱۵ طالبان وژل شوي او دوه کسه یې ټپیان شوي دي. دغه راز په بغلان کې دوه پولیس او ۹ طالبان وژل شوي او اته پولیس ټپیان دي. په فاریاب ولایت کې ۳۶ طالبان او ۴ امنیتی ځواکونه وژل شوي، خو په هرات کې بیا ۳ کسان وژل شوي ۳۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. دغه راز په لوګر کې ۱۴ طالبان، په پکتیا کې ۷ امنیتي ځواکونه او په جوزجان کې هم ۱۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

یوازې د تېرې ورځې برید په پایله کې چې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې وشو، ۱۴ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۴۵ نور ټپیان شول.

اړوند مطالب:

د کابل نننی برید؛ ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵ ټپیان دي

پکتیا؛ طالبانو اووه سرتېري وژلي

د پېښې عیني شاهدان محمد او حزب‌الله وايي، د چاودنې غږ دومره زورور و چې د پېښې له سیمې نه یې ۵۰۰ متره لرې هم د ودانیو ښيښې ماتې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات له یاد برید نه پوره شپږ ساعته وروسته په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان دي چې له ډلې یې ۹۲ ملکي وګړي او پاتې یې ملي پولیس دي.

خوشحال سادات زیاته کړه، طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او همدا لامل دی چې ځانمرګو بریدونو ته یې مخه کړې ده.

په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي ریاست په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د افغان ګډو ځواکونو له لوري د کابل په اتمې او پنځلسمې ناحیو او دغه راز په بګرامیو ولسوالي کې د داعش ډلې پر وړاندې کړیو عملیاتو کې د یادې ډلې دوه ځانمرګي بریدګر وژلي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د یادو عملیاتو پر مهال د ملي امنیت او ملي پولیسو درې سرتېري هم وژل شوي، خو په وینا یې، په‌دې سره یې په کابل ښار کې د څو ترهګریزو بریدونو مخه نیولې ده.

ملي امنیت د تېرې شپې عملیاتو موخه په کابل کې د داعش ډلې د ځانمرګو بریدونو د واسکټونو او موټربم کارخونو له منځه وړل په ګوته کړي دي.

بله‌خوا ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې ولسمشر محمداشرف غني ټولو امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ټول هېواد، په تېره د لویو ښارونو او کابل امنیت خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

شریکول
Email Facebook Twitter Google Pluse

نور مطالب له امنیت

14 لیندۍ1398
51

کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو عاملان به په ګوته او قانون ته وسپارو

14 لیندۍ1398
84

هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۳ ملکيان وژلي

13 لیندۍ1398
72

خلیلزاد: ننګرهار کې د داعش په ماتې کې طالبانو هم رول درلود

ډېر کتل شوي

  • 12 لیندۍ1398

    پاکستان د افغانستان پر ۳۰۰ متره خاورې ماینونه ايښي

  • 7 لیندۍ1398

    د ثبات او همپالنې ټیم سبا په کابل کې لاریون کوي

  • 4 لیندۍ1398

    کرزی: د افغانستان وضعیت د خرابېدو په حال کې دی

  • 4 لیندۍ1398

    فېسبوکي پوسټ ته غبرګونونه؛ صالح بښنه وغوښته

  • شننې‌‌
  • څېړنې
  • د سولې پروسه ولې لغوه شوه؟

    24 وږی 1398
  • د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخامخ کړه؟

    17 وږی 1398
  • د سولې او اعتدال ټیم، د پاشل کېدو په درشل کې

    14 زمری 1398
  • له طالبانو سره په خبرو کې دا ۱۰ مورده مه هېروئ!

    21 غوایی 1398
  • د غزني په پوهنې ریاست کې د حزب‌ اسلامي لاسوهنه؛ ولې د وزیر حکم نه عملي کېږي؟

    4 لړم 1398
  • د همايون قيومي ايمېل او د بوستوس د ۱۱ ميليونه ډالرو فساد

    31 وږی 1398
  • ۷ کیلو پولاد، ۱۵ افغانۍ؛ هغه موزیم چې له پرانېستې مخکې ولوټل شو

    17 چنګاښ 1398
  • طالبان هر کال د برښنا ۶۶۵ میلیونه افغانۍ ټولوي

    20 غبرګولی 1398

وروستي

  • د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: خلیلزاد له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي

    14 لیندۍ 1398
  • هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۳ ملکيان وژلي

    14 لیندۍ 1398
  • د ثبات او همپالنې ټیم زرګونو پلویانو په جوزجان، پروان، غور او پنجشېر کې لاریونونه وکړل

    13 لیندۍ 1398
  • افغانستان په ۲۰۲۰ کې د سولې لپاره ښه چانس لري

    13 لیندۍ 1398
په ټولنیزو رسنیو کې راسره شئ
د افغانستان رسنیو د نوم‌لړ له‌پاره دغه ځای کېکا‌ږئ
ټول حقونه خوندي دي © 2019
  • English
  • فارسی
  • اوزبیک
إغلاق