امنیت
غزني کې موټربم برید ۱۲ کسان وژلي او ۱۷۹ یې ټپیان کړي
طالبانو نن سهار شاوخوا ۸ بجې او ۳۰ دقیقې د غزني د ملي امنیت درېیمې حوزې ودانۍ مخې ته له چاودېدونکیو توکیو ډک مازدا ډوله موټر ته چاودنه ورکړه چې ۱۲ کسان پهکې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان دي.
د هغه په وینا، د پېښې ډېری قربانیان ملکي وګړي او د ښوونځي زدهکوونکي دي چې ځینې ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
خو د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي، په دغه موټربم برید کې د ملي امینت ۲ کارکوونکي او ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۷ نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، د پېښې ډېری ټپیان د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکي دي.
په یاد موټربم برید کې د خلکو اوسېدو کورونه، هوټلونه او مارکېټونه هم وران شوي چې د سیمې د اوسېدونکیو په وینا، لسګونه استوګنیزو کورونو ته ډېر زیان اوښتی دی.
د غزني یو اوسېدونکی فدامحمد وايي، په یاد برید کې د ښوونځي ډېری زدهکوونکي ټپیان شوي، د خلکو کورونه وران شوي، چتونه یې غورځېدلي او د ځینو دروازې ماتې شوې دي.
د پېښې ډېری قربانیان اوس د غزني په ګډون کابل ته هم د درملنې لپاره لېږل شوي دي.
په همدې حال کې یوشمېر زدهکوونکي وايي، لومړی یې د یوې زورورې چاودنې غږ واورېد او وروسته فضا له دود او دوړو ډکه شوه او ماشومانو په چیغو هرې خوا ته منډې وهلې.
د پېښې یو ټپی ماشوم نویدالله وايي، په ټولګي کې وو، دویم درسي ساعت مو نیمايي شوی و چې زوروره چاودنه وشوه، هرې خوا ته خاورې باد شوې، موږ له یو بله ورک شوي او له ښوونځي وتښتېدو.
بلهخوا طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې یاد موتربم برید د دې ډلې یوه جنګیالي د غزني د ملي امنیت پر درېیمې حوزې کړی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو دغه برید غندلی او ولسمشر غني هغه ستر بشري جنایت بللی دی.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله لیکل شوي چې طالبان په دا ډول بریدونو سره نهشي کولی چې د سولې خبرواترو پر مهال امتیاز واخلي.