چهارشنبه / ١٣٩٨ / لیندۍ - ٢٠ / ٢٠١٩ کال / دسمبر - ١١
اوزبیک فارسی English
سلام وطندار سلام وطندار

سلام وطندار


سلام وطندار سلام وطندار

سلام وطندار

سرلیک
  • هرات کې ۴ وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته نیول شوي
  • شرغان کې پر ۵۰۰ سېلاب او وچکالۍ ځپلیو کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې
  • د کندهار په نېش ولسوالي کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۶ ټپیان دي
  • د زابل په نوبهار کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۸ ټپیان دي
  • کور
  • سیاست
  • امنیت
  • نړۍ
  • ټولنه
  • اقتصاد
  • کلتور
  • ‍‍پوهنه
  • لوبې
  • ځانګړې پاڼه
  • پروګرامونه
  • شننې
  • څېړنې
  • انځورونه
ټاکنې

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نقض؛ د ټاکنو کمېسیون څه غواړي؟

×
  ١ چنګاښ ١٣٩٨
Email     Facebook     Twitter     Google Pluse

د ټاکنو څارونکي او خبریالان وايي، د ټاکنو خپلواک کیمسیون د رای ورکونکو د تقویتي نوملیکنې بهیر د اطلاعاتو کنټرولولو هڅه کوي.

پر ټاکنو یوشمېر څارونکي بنسټونه او خبریالان د ولسمشري ټاکنو لپاره د رای‌ورکوونکیو د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر په اړه د اطلاعاتو نه ورکولو په اړه اندېښمن دي او د کمېسیون دغه کار په راتلونکیو ټاکنو کې درغلیو ته د لارې هوارول او د قانون تر پښو لاندې کولو لپاره پلان شوی بولي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید سلام‌وطندار ته وویل چې په ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان د رای‌ورکوونکیو د تقویتي نوم‌لیکنې په بهیر کې د شمېرو له ورکولو ډډه کوي چې په وینا یې، دا موضوع د ټاکنو روڼتیا له پوښتنې سره مخ کوي.

د رشید په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر د شمېرو پټولو هڅه کوي او غواړي تر یوې کچې د نیوکو او شکایتونو مخه ونیسي او په جعل‌کارۍ کې یې هم لاس پرانېستی وي.

یوسف رشید زیاتوي، د ټاکنو کمېسیون محلي مسوولان د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر په اړه د معلوماتو نه ورکولو لامل، په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د امر عملي کول بولي.

د رای‌ورکوونکیو د تقویتي نوم‌لیکنې له بهیره څارونکیو بنسټونو ته د اطلاعاتو نه ورکولو ننګونه یوازې پر دې نه خلاصېږي، بلکې په ولایتونو کې یوشمېر خبریالان هم اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.

د خبریالانو په وینا، کله چې د ټاکنو کمېسیون له ولایتي دفترونو نه د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر د شمېرو په اړه معلومات غواړي، ورته ویل کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په امر د معلوماتو ورکولو اجازه نه لري.

د غزني د ټاکنو ولایتي کمېسیون رییس عبدالبصیر مومند په یاد ولایت کې د سلام‌وطندار خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د ټاکنو کمېسیون ورته ویلي چې د نوم‌لیکنې ټولې شمېرې په مرکز کې راټولېږي او بیا یې په اړه رسنیو ته معلومات ورکول کېږي.

په تخار ولایت کې د سلام‌وطندار خبریال عرفان برزګر هم وايي چې د ولسمشري ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لیکنې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دی او چارواکي خبریالانو ته اطلاعات نه ورکوي.

هڅه مو وکړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو وروسته بیا هم بریالي نه‌‌‌شوو.

د ولسمشري ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې پیل شوی او دغه بهیر د غبرګولي په ۱۸مې پیل شوی او د چنګاښ تر اتمې دوام کوي.

شریکول
Email Facebook Twitter Google Pluse

نور مطالب له ټاکنې

18 لیندۍ1398
59

د کمېسيون له سيسټمه د ناپاکو رايو پر ايستلو د ثبات او همپالنې ټينګار

17 لیندۍ1398
53

له ټاکنیزو شریکانو سره د ټاکنو کمېسیون ګډه غونډه بې‌پایلې پای ته ورسېده

16 لیندۍ1398
68

د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو په بدخشان او دایکندي کې لاریونونه وکړل

ډېر کتل شوي

  • 18 لیندۍ1398

    د ناکامورا د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي

  • 13 لیندۍ1398

    کمېسیون سبا د ټاکنو لومړنۍ پایلې د اعلان په اړه پرېکړه کوي

  • 12 لیندۍ1398

    پاکستان د افغانستان پر ۳۰۰ متره خاورې ماینونه ايښي

  • 7 لیندۍ1398

    د ثبات او همپالنې ټیم سبا په کابل کې لاریون کوي

  • شننې‌‌
  • څېړنې
  • د سولې پروسه ولې لغوه شوه؟

    24 وږی 1398
  • د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخامخ کړه؟

    17 وږی 1398
  • د سولې او اعتدال ټیم، د پاشل کېدو په درشل کې

    14 زمری 1398
  • له طالبانو سره په خبرو کې دا ۱۰ مورده مه هېروئ!

    21 غوایی 1398
  • د مالیې وزارت تر چتر لاندې په قراردادونو کې میلیوني فساد

    17 لیندۍ 1398
  • د غزني په پوهنې ریاست کې د حزب‌ اسلامي لاسوهنه؛ ولې د وزیر حکم نه عملي کېږي؟

    4 لړم 1398
  • د همايون قيومي ايمېل او د بوستوس د ۱۱ ميليونه ډالرو فساد

    31 وږی 1398
  • ۷ کیلو پولاد، ۱۵ افغانۍ؛ هغه موزیم چې له پرانېستې مخکې ولوټل شو

    17 چنګاښ 1398

وروستي

  • د بلخ- جوزجان لويې لارې نه طالبانو ۳۰ملکيان تښتولي

    19 لیندۍ 1398
  • د پلار له لوري د زوی شکنجه؛ « هره شپه يې ګرم سيخ زما پر بدن ننه ايسته»

    19 لیندۍ 1398
  • واشنګټن‌پوسټ: بوش، اوباما او ټرمپ امريکا ته«گمراه‌کوونکي» اطلاعات ورکړي

    19 لیندۍ 1398
  • د کمېسيون له سيسټمه د ناپاکو رايو پر ايستلو د ثبات او همپالنې ټينګار

    18 لیندۍ 1398
په ټولنیزو رسنیو کې راسره شئ
د افغانستان رسنیو د نوم‌لړ له‌پاره دغه ځای کېکا‌ږئ
ټول حقونه خوندي دي © 2019
  • English
  • فارسی
  • اوزبیک
إغلاق