د ننګرهار چارواکي وایي، د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند په زاوې سیمه کې له وړمې شپې راهیسې هوايي او ځمکني عملیات کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل، پهدې ۲۴ ساعته عملیاتو کې د ۳ قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسلهوال وژل شويدي.
دی وایي، په عملیاتو کې د داعش وسلهوالو ۴ غټ مرکزونه ـ چې زیاته اندازه وسلې، مهمات، ماینونه او چاودیدونکي توکي هم پهکې وو ـ له منځه وړل شوي.
همدارنګه ویل شوي، د عملیاتو په جریان کې د ځواکونو لهخوا ۸ کړۍ ځای پرځای شوي ماینونه کشف او لهمنځه وړل شوي.
چارواکو وایي، پهدې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته زیان نهدی اوښتی.
داعش ډلې تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.