د افغانستان کرېکټ بورډ مشرانو کابل کې د سریلانکا له سفیر سره د دې هېواد په سفارت کې د لیدنې پر مهال د افغانستان کرېکټ د پرمختګ په موخه د یاد هېواد د مرستو غوښتنه وکړه چې سریلانکا یې هرکلی کړی.
د افغانستان کرېکټ بورډ لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې لهمخې، د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي او سرپرست اجرایوي مشر اسدالله خان نن په همدې موخه کابل کې د سریلانکا سفیر ګګن بولاتسنګهالا سره ولیدل.
خبرپاڼه زیاتوي، د سریلانکا سفیر ګګن د افغانستان کرېکټ د پرمختګ په برخه کی د هر راز همکارۍ ترڅنګ افغانستان کې د کرېکټ لوبغالیو او اکاډمیو د جوړولو او دغه راز د ښوونځیو په کچه کرېکټ ته د ودی ورکولو په برخه کې د همکارۍ ټټر هم وهلی دی.
کرېکټ بورډ وایي، د کرېکټ بورډ مشرانو د افغانستان او سریلانکا الف کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو اړخیزو سیالیو ترسره کولو خبرې کړيدي.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو خبرپاڼه دا هم وايي، کابل کې د سریلانکا په سفارت کې دواړو خواوو ترمنځ د لیدنې پرمهال د سریلانکا سفیرګګن افغان کرېکټ بورډ ته د پرمختګونو په اړه مبارکي وویله او هم د کرېکټ بورډ سرپرست اجرایوي مشر اسدالله خان د افغانستان کرېکټ پرمختګ په موخه د سریلانکا د لېوالتیا څخه مننه وکړه.
د یادونې ده چې کابل کې د سریلانکا سفیر د افغانستان کرېکټ بورډ لهخوا هغې نمانځغونډې ته هم وربلل شویو چې د ایرلینډ خلاف تاریخي ټیسټ بریا په موخه د کابل په یوه هوټل کې برابره شوېوه.
ورته مطالب: