په غزني کې اعتراض؛ مسوولانو د یوه ښوونځي ځمکه یوه قوم ته ورکړې

په غزني کې د البیروني استوګنیز ښارګوټي سلګونه اوسېدونکیو چې نن د دغه ولایت د پوهنې ریاست مخې ته راټول شوي وو، د ښوونځیو قومي، سیاسي او مذهبي کولو پر وړاندې یې شعارونه ورکول.

دوی چې د پوهنې ریاست مخې ته پرلت کړی و ادعا کوي چې د غزني د پوهنې ریاست په خپلو پرېکړو سره د وګړیو ترمنځ اختلاف رامنځته کوي.

معترضان وايي، د غزني د پوهنې رییس د البیروني ښارګوټي د نجونو ښوونځي ځمکه یوه ځانګړي قوم ته ورکړې او دا ډول پرېکړې د نفاق او تعصب د پراختیا لامل ګرځي.

د دوی په وینا، په یاد ښارګوټي کې ۷ جریبه ځمکه د نجونو ښوونځي جوړولو لپاره په پام کې نیول شوې وه، خو اوس د پوهنې رییس غواړي دا ځمکه یوازې پښتنو ته ورکړي.

خو د غزني د پوهنې رییس محب‌الرحمان انصار وايي، د البیروني ښارګوټي د نجونو ښوونځی چې په دري ژبه په‌کې تدریس کېږي او د ابراهیم خلیل‌الله په ښوونځي کې بیا په پښتو ژبه چې پر سر یې له تېرو ۹ کلونو راهیسې دعوې روانې دي.

اړوند مطالب:

د غزني اندړو کې د هاوان لګېدلو ۴زده‌کوونکي وژلي

طالبانو غزني کې ۱۲۰ ښوونکي یرغمل کړي

د نوموړي په وینا، د ولایت والي د دې موضوع د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی و، خو د یاد پلاوي څېړنې بې‌پایلې پای ته رسېلې دي.

د غزني د پوهنې رییس زیاتوي، معترضان دې یاده موضوع نه سیاسي او نه هم قومي کوي او که غواړي چې حل شي، خپل استازي دې راولېږي چې پایلې ته ورسېږو.

د پوهنې رییس د معترضانو له سرلارو غواړي چې له اعتراضه لاس واخلي او دا موضوع دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام