د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی؛ په پنځو ولایتونو کې یې فیصدي ۷۶،۹ سلنه ده

په پنځو ولایتونو کې نږدې ۷۶ سلنه ښځې د نارینه‌وو له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د افغانستان د مدني ټولنو مجتمع په کابل، بلخ ، ننګرهار، بامیان او هرات ولایتونو کی یوه تازه څېړنه کړې چې له مخې یې نږدې ۶۷ سلنه مېرمنې د د نارینه‌وو له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

په دې څېړنه کې له ۱۹۲۵ کسانو نه چې ۷۲ سلنه یې مېرمنې او ۲۸ سلنه یې نارینه دي، نظر اخیستل شوی او پوښتنې ترې شوې دي.

د څېړنې په پایله کې په ډاګه شوې چې د ښځو پر وړاندې ډول ډول لکه فزیکي، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي، ژبنۍ او جنسي تاوتریخوالی شوی دی.

د افغانستان د مدني ټولنو مجتمع د جندر مشرې انجیلا هدایت نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، هغه څه چې ډېر د اندېښنې وړ دي چې د ۷۵ اعشاریه ۹ سلنې نه ۶۶،۲ سلنه یې د ماشومانو په مخ کې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی شوی دی. دغه راز د نجونو پر وړاندې له واده مخکې د تاوتریخوالي کچه ۳۹،۴ سلنه ده.

د هدایت په وینا، حکومت د یاد تاوتریخوالي له ډلې ۱۸،۹ سلنه یې څېړلي او پاتې قضیې پر ځای پاتې دي چې دا د حکومت کمزوري په ډاګه کوي.

په همدې حال کې په فاریاب ولایت کې هم یو شمېر مېرمنو نن د یوې غونډې پر مهال د میرمنو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنې ښودلې دي.

دغه راز په خوست کې هم یو شمېر ښځینه مدني فعالو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

مدني فعالې پلوشې ویلي چې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې د نارینه‌وو له‌خوا نه، بلکې د مېرمنو له‌خوا هم کېږي.

ولسمشر: په ادارو کې له ښځو سره تاوتریخوالی د زغملو نه دی

د ښځو د ګډون کمېټه: په هېواد کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی

له ماشومانو سره د پخوا په پرتله تاوتریخوالی زیات شوی‌دی

د مور ورځ او د اولادونو پر وړاندې د میندو پټ تاوتریخوالی

د نوموړې په وینا، ډېر کله د کورنۍ ښځینه غړې پر یو بل ظلم کوي؛ خواښې د نګور، نګور د خواښې، ندرور د ورېندارې، ورېنداره  د ندرور او یورګانې د یو بل پر وړاندې تاوتریخوالی کوي او په کورنۍ کې د لانجې جوړولو لامل کېږي.

د یادونې ده چې ښځینه فعالانو او د مدني ټولنې غړیو دا غونډې په کابل او نورو ولایتونو کې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې وې.

په کابل کې د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع غونډه هم د مارچ د اتمې نېټې په مناسبت جوړه شوې وه او د مېرمنو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي په اړه جوړ شوی څېړنیز راپور هم په‌کې وړاندې شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام