په ځېنو ولایتونو کې مسکو غونډې په غبرګون لاریونونه

نن د هېواد په ډېرو ولایتونو کې سلکونو ولسي خلکو، دیني‌ عالمانو، د مدني‌ ټولنو استازیو او ځوانانو د حکومت او امنیتي ځواکنو په ننګه او د مسکو غونډې خلاف لاریونونه کړي‌وو.

د روسیې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامدکرزي په ګډون یو شمېر پخواني جهادي مشران، طالب استازي او ځېنې روس مېشتي افغانان د افغان سولې په تړاو راټول شوي‌دي.

نن د دغو خبرو دویمه ورځ ده.

پلازمېنې کابل کې یو شمېر مدني فعالان او د کابل اوسېدونکي د چارشنبې پر سهار د روسیې سفارت مخې ته، مسکو کې د افغان سیاسي مشرانو او طالب استازیو د سولې مذاکراتو پر خلاف لاریون کړی‌و.

دې لاریونوالو پر روسیې نیوکه کوله چې د دې غونډې موکه یې برابره کړې‌ده.

لاریونوالو په یوه پرېکړه‌لیک کې د روسیې په کوربتوب د افغان سیاستوالو او طالب‌استازیو غونډه وربلل، د افغان حکومت او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې بې‌اعتنايي ګڼلې ده.

ورته مطالب:

«د ملي اردو منحلېدل، د سیمې استخباراتو غوښتنه ده»

ډاکټر عبدالله: د سولې په اړه په جمعي اتقاف کې بریالی نه وم

سرګي لاروف: بین‌الافغاني مذاکرات، د سولې حل لاره ده

لاریونوالو د سیمې له هېوادونو او ځانګړي ډول روسیې نه غوښتنه کوله چې هغه کړنه دې نه‌کوي چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف وي.

له‌دې سره هم‌مهاله د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې هم سلګونو کسان د حکومت په ننګه او مسکو غونډې خلاف ښار ته راوتلي وو.

د ننګرهار لاریونوالو هغه ټولې غونډې او غونډې د هېواد په زیان بللې چې د حکومت له استازولۍ پرته کېږي.

لاریونوالو، نوراغا ځواک او مولوي شېراز کوټوال مسکو ته تللي کسان وطن‌پلوري ګني او دغه راز یې طالبانو او پخواني شوروي اتحاد سره جنګېدونکي مجاهدینو ته مسکو ته د تللو له امله له افغان ولس او شهیدانو سره د خیانت پېغورونه ورکول.

لاریونوالو د طالبانو د مرکچي عباس ستانکزي د هغو خبرو خلاف هم شعارونه ورکړل چې دواړو لوریو توافق ته رسېدلو سره سم به ملي پوځ منحلېږي.

خو داسې ښکاري چې طالب مرکچي عباس ستانکزی له خپلې پخوانۍ خبرې په شا شوی وي. هغه په‌خپلې تازه مرکې کې ویلي، توافق ته تر رسېدو وروسته به اردو او نور امنیتي ارګانونه په‌خپل حال وي؛ خو نظام کې به هرو مرو اصلاحات راولي.

دغه لاریون کې برخوالو مېرمنو او سړیو افغان وسله‌وال پوځ سره د خپلې مینې ښکارندويي د هغوی په غاړیو کې د ګلونو په اچولو سره وکړه.

هاخوا سویل‌ختیځ خوست، شمالي بامیان او فاریاب ولایتونو کې هم سلګونو کسانو د حکومت او وسله‌وال پوځ په ملاتړ لاریون کړی‌دی.

د  دغو ولایتونو لاریونوالو هم د سولې غوښتنه کړې؛ خو ویلي یې دي چې په‌داسې سوله منښته نه‌شي کولای، چې له امله یې هېواد کې حالت نویېمو کلونو ته وروګرځي.

د روسیې په پلازمېنې مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالب‌مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرې ـ اترې نن د (فېبرورۍ پر ۶مه) هم روانې دي.

له‌دې مخکې د قطر په دوحې کې هم د امریکا د استازي په توګه د زلمي خلیلزاد او طالب پلاوو ترمنځ د سولې خبرې شوې‌وې چې تر اوسه کومې پایلې ته نه‌دي رسېدلي.

په‌دې دواړو غونډو کې د افغان حکومت استازیو ګډون نه‌دی کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام