.jpg)
د ډېرې واورې اورېدو او توپان له کبله د کابل ـ بامیان لویه لار د اجیګک په سیمه کې وتړل شوه.
د بامیان ولایت د ټولګټو چارو ریاست سرپرست غلامنبي قنبري سلاموطندار ته وویل، د واورې اورېدو او توپان چې د تېرې ورځې له شپږو بجو راهیسې یې پیل کړی، د اجیګک په سیمه کې د کابل ـ بامیان او د شاتو کوتل سره د یکاولنګ ـ پنجاب لویې لارې چې د ورس او پنجاب ولسوالۍ د بامیان له مرکز او د غور او دایکندي ولایتونه له کابل سره تړي، تړلې دي.
د نوموړي په وینا، د مسافرو درې موټره د شاتو په کوتل کې بند پاتې دي چې د را اېستلو او د لارې خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.
دغه مسوولان زیاتوي، د واورې اورښت او توپان په ټول بامیان کې روان دي چې په پایله کې یې په قوناق کوتل کې د کابل ـ دایکندي لویه لار تړل شوې او یو شمېر مسافران هم پهکې بند پاتې دي.
په همدې حال کې د دایکندي د ټولګټو چارو رییس خداداد سیرت سلاموطندار ته وویل چې د دغه ولایت د تړل شویو لویو لارو د پرانستلو هڅې روانې دي.
د واورې اورښت د دایکندي ـ کابل لاره تړلې
د واورو ورېدل؛ د ولسوالیو او د غور ـ کابل لاره بنده شوې
بدخشان کې واورو د مرکز او ۹ ولسوالیو ترمنځ لارې تړلي
.jpg)
بلهخوا یو مسافر چې په قوناق کوتل کې بند پاتې دی، سلاموطندار ته وویل، له یو موټر خلکو سره یې غوښتل چې د یوه مړي جسد له کابله بامیان ولایت ته را ولېږدوي، د نن سهار له څلورو بجو راهیسې پهدې سیمې کې بند پاتې دي.
د دواړو ولایتونو د ټولګټو چارو مسوولان وايي، تر راتلونکیو ۲۴ ساعتونو پورې به د واورې اورښت او توپان دوام وکړي چې د هر ډول واورې ښویېدو او توپان راتلل شوني دي. هغوی له موټرچلوونکیو او مسافرانو غواړي چې د سفر پر مهال ایمني مقررې په پام کې ونیسي.





